1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې آماراتو ته ماتې ورکړه

۱۳۹۷ مهر ۷, شنبه

تر ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلو د آسیا جام، سیالۍ د شنبې له ورځې په بنګله دیش کې پیل شوې. افغانستان چې په A ګروپ کې دی په خپله لومړۍ لوبه کې د متحده عربي آماراتو لوبډلې ته په پنځه ویکټو ماتې ورکړه.

https://p.dw.com/p/35hIg
Symbolbild Cricket Ball Schläger und Handschuh
انځور: Fotolia/S.White

د کریکټ تر ۱۹ کلونو کم عمر لرونکو لوبډلو آسیا جام سیالۍ د سپتمبر له ۲۹ په بنګله دیش کې پیل شوې. دغه سیالۍ به د اکتوبر تر اوومې نیټې دوام وکړي. په ټوله کې په دغه جام کې اته لوبډلې دي. په اې ګروپ کې د افغانستان سربیره د هند، نیپال او متحده عربي آماراتو لوبډلې دي. په بي ګروپ کې بیا بنګله دیش، هانګ کانګ، پاکستان او سریلانکا دي.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه له متحده عربي آماراتو څخه په پنځو ویکټو وګټله. افغانستان د ټاس یا پچې تر ګټلو وروسته خپلې سیالې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د متحده عربي آماراتو لوبډلې په ۴۴ او وَرونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۰ منډې وکړي. د افغانستان له لوري قیس احمد د مخالفې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.

د نسبتا یوه آسانه تعقیب په پیل کې د افغانستان اوپنران ښه و نه ځلیدل او د ۷۴ په مجموعي منډو د افغانستان څلور د سر لوبغاړي سوځیدلي وو. خو د عظمت الله ځاځي ۵۰ منډې د لوبې په ګټلو کې لوی لاس درلود. د افغانستان له لوري بصیر خان هم ۲۲ منډې وکړي. افغانستان په ۲۷ اور کې ټاکلی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ او خپلې سیالې لوبډلې ته یې په پنځو ویکټو ماتې ورکړه. افغانستان په دغو سیالیو کې له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

په همدغه ورځ د اې ګروپ د دوو نورو لوبډلو تر منځ هم سيالي تر سره شوه. په دې ترڅ کې هند د نیپال لوبډلې ته په ۱۷۱ منډو ماتې ورکړه. هند لومړی توپ وهنه وکړه او د نهو لوبغاړو په سوځیدو یې ۳۰۴ منډې کړې وې. په بې ګروپ کې پاکستان هانګ ته په نهو ویکټو ماتې ورکړه. د هانګ لوبډلې لومړی بیټنګ کړی وو او په ۳۶ اور کې یې په ۷۷ منډو ټوله لوبډله سوځیدلې وه. د بې ګروپ په بله لوبه کې بیا سریلانکا د کوربه هیواد بنګله دیش لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه. بنګله دیش ۱۴۱ منډې کړې وې چې په ځواب کې یي سریلانکا ټاکلی هدف په ۳۸ اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ.

د افغانستان راتلونکي لوبې

افغانستان به خپله دوهمه لوبه د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نیټه د نیپال پر وړاندې او د سه شنبې په ورځ په خپله دریمه ګروپي سیالي د هند پر وړاندې وکړي. له هر ګروپ څخه دوه لوبډلې بل پړاو ته وځي. په پام کې ده چې لومړني نیمه پای لوبه د اکتوبر په څلورمه او دوهمه یې د اکتوبر په پنځمه تر سره شي. له دغو څلورو لوبډلو به دوه لوبډلې پای لوبې ته لار ومومي چې د اکتوبر په شپږمه نیټه تر سره کیږي.