1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

کریکټ: د افغانستان بریا او په ټولنیزو رسنیو غبرګونونه

۱۴۰۰ آبان ۴, سه‌شنبه

په ټولنيزو رسنيو کې د کریکټ د شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې د افغان لوبډلې د لومړۍ بریا تود هرکلی وشو. پخواني افغان ولسمشر، افغان سیاستوالو، طالبانو او د پاکستان لومړي وزیر افغان لوبډلې ته مبارکي ویلې ده.

https://p.dw.com/p/42BCj
Vereinigte Arabische Emirate T20 World Cup Cricket Afghanistan vs Schottland
انځور: Aijaz Rahi/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د سکاټلنډ لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه. دا بریا د دې لامل شوه چې افغانان په ټولنیزو رسنیو کې خپل احساسات څرګند کړي. خو یوازې د افغان لوبډلې بریا نه وه چې دومره پراخ غبرګونونه یې له ځانه سره لرل.

پر افغانستان د طالبانو تر تسلط وروسته دا د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې لومړۍ رسمي لوبه وه چې په نړیوال جام کې یې ترسره کوله. هغه څه چې د افغانانو احساسات یې را وپارول د لوبې ډګر ته د ښکته کیدو پر مهال د افغانستان ملي بیرغ لیږدول او د ملي سرود غږول وو، چې د ملي سرود په پای کې لوبډلمشر محمد نبي هم خپلې اوښکې کابو نه شوای کړای.

د فیسبوک او ټویټر په خواله رسنیو کې د نبې هغې صحنې ته چې د ملي سرود په پای کې خپلې اوښکې پاکوي له احساساتو ډک غبرګون ښوول شوي او دا یې د ټولو افغانانو د احساس په توګه یاد کړی.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د افغانستان بیرغ چې په دغه هیواد کې پرې بندیز لګول شوی د افغانستان د ملي لوبډلې له لوري پورته شو: «دا د هغه یوه ملت بریا ده چې د ترهګرو له لوري یرغمل نیول شوی.»

د محمد اشرف غني او نورو سیاستوالو د مبارکۍ پیغامونه

د سکاټلنډ لوبې ته تر ماتې ورکولو وروسته د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د خپل فیسبوک پر پاڼه افغان ولس او لوبډلې ته د دغې بریا مبارکي وویله. هغه په خپل پیغام کې ویلي: «دوی نن د یو ستر غمځپلي ملت په شونډو موسکا راوسته او د ټولو په زړونو کې یې نوې هیلې وټوکولې چې دا ملت ژوندی دی او هیڅوک یې یرغمل نه شي ساتلی!»

د آلمان په وخت د سهار تر اووه نیمو بجو د پخواني ولسمشر پر دغه پوست څه دپاسه ۶۷ زره تبصرې شوې دي.

د افغانستان بل پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دغه بریا له کبله ټولو هیوادوالو ته مبارکي ویلي او په راتلونکو لوبو کې یې لوبډلې ته د لا زیاتو بریاوو هیله څرګنده کړې.

د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، هم د افغان لوبډلې لوبه ستایلې او په راتلونکو لوبو کې یې د ټیم د نورو بریاوو په هکله نیکې هیلې څرګندې کړي. هغه په فیسبوک کې له خپل پیغام سره هغه انځور پورته کړی چې د لوبو په جدول کې افغانستان په لومړي مقام ښيې. افغانستان په دوهم ګروپ کې دی او پر نورو لوبډلو سربیره د پاکستان او هند لوبډلې هم پکې شاملي دي. پاکستان د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د لومړي ځل له پاره د یکشنبې په ورځ له هند څخه خپل لوبه وګټله او په دغه لېست کې یې لومړی ځای ونیو. خو د افغانستان لوبډلې د تیرې ورځې د بریا وروسته چې په ستر توپیر یې وګټله په دغه جدول کې اوس لومړی ځای لري.

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د افغان ټیم بریا ستایلې او لیکلي یې دي چې د کریکټ اتلانو زړورتیا او ملي ازښتونو ته «د هغوی د ژمنتیا له کبله سلام کوم.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خپل فیسبوک پر پاڼه لیکلي: «افغان ټیم ته دې بریا مبارک وي. تل دې د افغانانو د خوشالۍ سبب وګرځي.»

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم د ټویټر په یوه پیغام کې د افغانستان د ټیم لاس ته راوړنه ستایلې: «په خپل هیواد کې پر ټولو مصیبتونو او ستونزو سربیره د لوبو برخه وګرځیدل او د بریا په خپل نوم کولو له پاره افغان لوبډلې غیر معمولي هوډ او همت وښود.»

Vereinigte Arabische Emirate T20 World Cup Cricket Afghanistan vs Schottland
راشد خان هم د سکاټلنډ څلور لوبغاړي وسوځولانځور: Aijaz Rahi/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

پر دې سربیره ډیرو خلکو د افغان لوبډلې پر دغه بریا خپله خوښي ښوولې ده.

د طالبانو یو شمیر چارواکو هم د افغانستان د ملي لوبډلې د بریا له کبله ټولو افغانانو ته مبارکې ویلي ده.

د مجیب الرحمن څرګندونې

مجیب الرحمن د لوبې غوره لوبغاړه وبلل شو، ځکه چې په څلورو اورونو کې یې د شل منډو په ورکولو سره د سکاټلنډ پنځه لوبغاړي وسوځول. دا په شل اوریز نړیوال جام کې د ده لومړۍ لوبه وه او لومړنی لوبغاړی شو چې په دغه فارمټ کې په یوه لوبه کې پنځه لوبغاړي سوځوي.

مجیب الرحمن له ټولو افغانانو او په خاصه توګه له هغه مینه والو مننه کړې چې لوبغالې ته د دوی د تشویق له پاره ورغلي ول. هغه لیکلي «د دوی مینې او د افغانستان درې رنګه بیرغ زموږ مورال لوړ ساتلی.»

د شل اوریز نړیوال جام د سیالیو په ترڅ کې به افغانستان خپله دوهمه لوبه د جمعې په ورځ د پاکستان پر وړاندې کوي.