1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کریکټ: تر ۱۹کلونو کښته ځوانانو لوبډلي پاکستان ته ماتې ورکړه

۱۳۹۸ شهریور ۱۴, پنجشنبه

په سریلانکا کې تر ۱۹ کلونو کښته ځوانانو د کریکټ آسیا جام سیالۍ روانې دي. افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې پاکستان ته په ۸۵ منډو ماتې ورکړه او په دې توګه یې خپل سفر په بریالیتوب سره پیل کړ.

https://p.dw.com/p/3P4Kb
Asia Cup Cricket | Afghanistan vs. Bangladesch
انځور: Getty Images/AFP/I.S. Kodikara

د پاکستان تر ۱۹ کلونو کښته ځوانانو لوبډلې د ټاس یا پچې تر ګټلو وروسته افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. افغانستان په ۴۶ اوورنو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۲ منډې وکړې. په لومړي سر کې لوبه د باران له کبله په یوه ځنډ سره پېل شوه او لوبه د۵۰ اوورنو پر ځای ۴۶ اورونو ته راښکته شوه.

د افغانستان د لوبډلې پېل ښه نه وو او د ۷۹ په مجموعي منډو یې څلور لوبغاړي سوځیدلي وو. د افغانستان له لوري صدیق الله اتل ۲۹ منډې جوړې کړې چې تر نورو لوبغاړو زیاتې وي. رحمان الله هم ۲۷ منډې وکړې.

په ځواب کې د پاکستان ټوله لوبډله په ۷۸ منډو وسوځیده او افغانستان دغه لوبه په لوی توپیر سره وګټله. د پاکستان دوه لوبغاړې بې له کومې منډې وسوځیدل.

د افغانستان له لوري شفیق الله غفاري د مخالفې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول او د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. پر دې سربیره فضل حق، عابد الله تڼیوال او نور احمد هم دوې، دوې ویکټې واخیستې. د پاکستان له لوري په توپ اچونه کې عامر علي او فهد منیر هر یو درې افغان لوبغاړي وسوځول.

د دغه جام سیالیو کې به د افغانستان د ځوانانو لوبډله خپله دوهمه لوبه د سپتمبر میاشتې پر اوومه نیټه له کویت سره وکړي.