1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کریکټ بورد تر شهزاد وروسته بل لوبغاړی له نړیوال جامه وایست

۱۳۹۸ تیر ۶, پنجشنبه

کریکټ بورد د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې افغان تیز توپ اچوونکی افتاب عالم، یې د انظباتي سرغړونې له کبله له نړیوال جام څخه اخراج کړی او پر ځای یې سید احمد شیرزاد په لوبډله کې شامل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3LBvQ
ICC Cricket World Cup Afghanistan -  Neuseeland
انځور: Getty Images/A. Davidson

کریکټ بورد د پنجشنبې په ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې د افغانستان تیز توپ اچوونکی افتاب عالم، د کریکټ نړیوالې شورا د تخنیکي کمیټې او د افغانستان د کریکټ بورد د ډسپلین کمیټې د یوې پریکړې له مخې له نړیوال جام څخه ایستل شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي: «افتاب عالم د روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال نړیوال جام په راتلونکو لوبو کې ګډون نه شي کولی.»

کریکټ بورد خبر ورکړی دی چې افتاب عالم اوس افغانستان ته ستون شوی او پر ځای یې سید احمد شیرزاد، د احتیاطي لوبغاړو له ډلې څخه په تیم کې شامل شوی. دغه لوبغاړی به د جمعې په ورځ انګلستان ته ورسیږي.

کریکټ بورد روښانه کړې نه ده چې افتاب عالم د کریکټ نړیوال شورا کوم اصول تر پښو لاندې کړي دي. تر دې مخکې افغان توپ وهوونکی او ویکټ ساتونکي محمد شهزاد، هم په پښه کې د ټپ له کبله افغانستان ته استول شوی وو او پر ځای یې اکرام علي خیل په لوبډله کې نیول شوی وو. دا په داسې حال کې ده چې شهزاد افغانستان ته تر رسیدو وروسته ادعا کړې وه چې روغ رمټ دی او نه پوهیږي چې ولې له نړیوال جام څخه ایستل شوی.