1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بيجنګ المپيک لوبو سره د امریکا بایکاټ، چين په غوصه کړی

۱۴۰۰ آذر ۱۶, سه‌شنبه

کریملین د سه شنبې په ورځ د امریکا پر متحده ایالاتو نیوکه وکړه چې ويلي يې دي نه غواړي په بیجنګ کې د المپيک راروانو لوبو ته خپل استازي واستوي. کریملین وايي لوبې باید له سیاسته جلا وي.

https://p.dw.com/p/43wUa
Russland Dmitri Peskow Kremlin Sprecher
د کریملین ویاند دیمتري پسکوفانځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

د کریملین ویاند، دمیتري پیسکوف خبریالانو ته وويل: «زموږ دريځ دا دی چې د المپيک مسابقې باید له سیاست څخه آزادې وي.»

د جو بایدن ادارې، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به د المپيک راروانو لوبو ته چې په فبرروۍ میاشت کې په بیجنګ کې ترسره کيږه د چین د بشري ریکارډ په ایراد سره، هيڅ امریکايي ديپلوماتیک او یا حکومتي استازی ونه لیږي.

د کریملين ویاند وویل دا مثبته خبره ده چې خو دغه تصمیم به ګډونوال اغیزمن نه کړي. پیسکوف وویل: «په المپیک کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې لوبغاړي اغیزمن نه شي.»

د فرانسې خبري آژانس په رپوټ کې ويل شوي چې واشنګتن میاشتې میاشتې پر دې فکر کړی چې د دغو لوبو په اړه څه دریځ غوره کړي، چې کوربتوب يې داسې یو هیواد کوي چې د ايغور مسلمان لږکۍ په «نسل وژنه» باندې تورن دی. ایغوریان د چين په شمال لويديځ، د شینجیانګ په سیمه کې میشت دي.

دغه اقدام د بجینګ له سخت مخالفت سره مخ شوی او ويلي يې دي چې امریکا متحده ایالات به د دغه «ناسم اقدام قیمت ادا کړي.»