د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله نړیوال جام نیمه پای لوبو ته ووته
۱۳۹۶ بهمن ۵, پنجشنبهدا لومړی وار دی چې د افغانستان د کرکیټ په تاریخ کې د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د نړیوال جام نیمه پای لوبو ته رسیږي. تر دې مخکې افغانستان په ګروپي سیالیو کې له درو څخه دوه لوبې ګټلې وې او کوارټر فاینل ته یې لاره موندلې وه.
د افغانستان کپتان نوین الحق د ټاس یا پچې تر ګټلو وروسته په خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله. په لوبه کې د افغانستان توپ وهونکي او توپ اچونکي ډیر ښه وځلیدل. د افغانستان اوپنرانو رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ ډیره ښه لوبه وکړه او د افغانستان لوبډلې له پاره یې د یوه لوړ هدف په ټاکلو کې ښه نقش ولوباوه. د سر دواړو لوبغاړو تر ۱۱۷ منډو ملګرتیا وکړه.
له کوربه لوبډلې نیوزیلنډ سره د لوبې په ترڅ کې څلور افغان لوبغاړو پنځوسیزي وکړې چې په دغه ډله کې د رحمان الله ګوربز ۶۹، ابراهیم ځدراڼ ۶۸، بهیر شاه ناسوځیدلي ۶۷ او د عظمت الله عمرزي ۶۶ ګړندۍ منډې شاملي دي. عمرزي په ۲۳ توپونو د اوو شپږیزو او درو څلوریزو پر مټ دغه مندې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. افغانستان د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳۱۰ منډو هدف وټاکه.
د نیوزیلنډ له لوري توپ اچونکي متیو فیشر د افغانستان څلور او بین لوکروز درې لوبغاړي وسوځول. د نیوزلنډ توپ اچونکي ونه توانیدل چې افغان توپ وهونکي د یوه لوړ هدف له ټاکلو څخه راوګرځوي.
د نیوزیلنډ لوبډله د دغه جام تر اوسنیو سیالیو پورې ډیره ښه ځلیدلې وه او داسې اټکل کیده چې ښایي د افغان توپ اچونکو له پاره سرخوږی جوړ کړي، خو د نیوزیلنډ توپ وهونکي د افغان بالرانو پر وړاندې ټینګ نه شول او د ۲۰ په مجموعي منډو یې د سر څلور لوبغاړي سوځیدلي وو.
د افغانستان له لوري مجیب ځدراڼ او قیس احمد په توپ اچونه کې ښه وځلیدل او د سیالې لوبډلې څلور، څلور لوبغاړي یې وسوځول. په پای کې د نیوزیلنډ د ۱۹ کلنو ټوله لوبډله د ۱۰۷ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده او افغانستان نیمه پای لوبو ته ووته. له دې سره د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د نیوزیلنډ سفر هم پای ته ورسید او افغانستان به د جنورۍ په ۲۹مه له آسترالیا سره خپل قسمت وآزمایي.
د سږني نړیوال جام یوه ځانګړنه دا ده چې په نیمه پای لوبو کې به درې آسیایي لوبډلې ولوبیږي. پر افغانستان سربیره پاکستان هم نیمه پای لوبو ته وتلی او د جنورۍ په ۲۶مه به د هند او بنګله دیش تر منځ لوبه وشي او له هغوی به یوه لوبډله دې پړاو ته ورسیږي.
زموږ له آرشیف څخه: