1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا؛ په کندهار کي ولي ښوونځي تړلي او دیني مدرسې فعاله دي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

په کندهار کي ټول ښوونځي او له معارف سره راجستر مرکزونه د کرونا ويروس له کبله رخصت او تړل سوي دي، خو تر ۴۰۰ ديني مدرسې بيا اوس هم فعاله دي او په زرونو کسان پکښې زده کړي کوي. ولي؟

https://p.dw.com/p/3bn1V
Leben im Krieg
انځور: Majid Saeedi

د کندهار د حج ارشاد او اوقافو ریاست د احتساب مدیر انجنیراغا ولي باراني دویچه ویله ته وویل، له دوی سره په کندهارښار او ولسوالیو کي۴۰۰ لويي او کوچنۍ دیني مدرسې ثبت دي، چي په هره مدرسه کي تر ۱۰۰ دیني طالبعلمان کم نه سته او زیات يې ان تر ۵۰۰ پوري لاهم رسیږي. د کره معلوماتو له مخي اکثره یادي مدرسې له هرشاګرد څخه د میاشتي له ۱۰۰ افغانیو څخه تر ۲۵۰ افغانۍ پوري فیس اخلي.

د کندهار د حج او اوقافو رياست وايي چي دوی دغو راجسټر مدرسو ته د مدرسو د رخصتولوخبر ورکړی او ولایت مقام او امنیه قومنداني او ملي امنیت ته رسمي مکتوبونه هم لیږلي دي، ترڅو ددغو مدرسو په تړلو کي ورسره مرسته وکړي، مګر دده په خبره تراوسه چا عملي اقدام نه دی کړی.

د دغه ولايت د حج ارشاد او اوقافو رياست د احتساب مدير باراني وايي چی دی پخپله ځينو مدرسو ته ورغلی او د کرونا خطرناکي ناروغۍ د خپرېدو مشکل يې ورسره شریک کړی دی، مګر دده په قول، د دیني مدرسو اکثره مسؤلین دغه ناروغي هیڅ نه مني او خپلو درسونو ته يې د پخوا په څير دوام ورکړی دی.

د کندهار ښار يو اوسېدونکی سید محمد عظیم ارمان وايي چي نه یوازي په دیني مدرسو، بلکي په ټولو مسجدونو کي درس او تدریس روان دی. هغه وايي، د درسونو ترڅنګ پنځه وخته لمونځ او ماخستن په تراویح لمانځه کي خلک یو اوبل ته ډېر نژدې ولاړ وي او د روژې په میاشت کي نوره هم د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته سوې ده: »زموږ مسجد ته د تراویح لمانځه له پاره تر۲۰۰ زیات کسان راځي، یوازي زه یم، چي ماسک مي کړی وي او ټول بد بد راته ګوري. د لمانځه د پیل کیدو پر وخت ملا امامان خامخا داخبره هره ورځ تکراروي، نژدې نژدې سره ودريږئ.«

د کندهار ولايت د عامي روغتیا ریاست د بېړنیو پيښو پر وړاندي د مبارزې او چمتووالي مسؤل ډاکټرمحمد سرور فیروزي د مدرسو فعالیت د کرونا خطر ناروغۍ د خپرېدو یو مناسب بستر ګڼي او له مسؤلینو غواړي، چي د دغو مدرسو په بندولو کي د خپل صلاحیت او مسؤلیت له مخي جدي اقدام وکړي او کنه نو دابه په رښتیا یو لوی بشري ناورین پيښ کړي.

خو د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وايي بیا وايي چي له لومړي سره د کرونا د مخنیوي کمیټې پرېکړه کړې ده چي د نورو تدابیرو ترڅنګ دي ټول تعلیمي مرکزونه وتړل سي، نو دا خبره یو مخ عملي سوي ده. د بهیر په قول، هیڅوک اجازه نه لري، چي په خپل سر شاګردانو ته زده کړي پيل کړي او که چیري په دې اړه کوم څوک معلومات ولري، نو ژر دي دوی ته خبر ورکړي، چي د پولیسو په مرسته يې دروازې وربندی کړي.

د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کي د یوې دغسي دیني شخصي مدرسې، چي تر۱۰۰زیات هلکان او نجوني دیني زده کړو ته ورځي، مهتمم مولوي عبدالباقي (مستعارنوم) بيا د روغتیا ریاست او روڼ اندو دغه اندېښنه بې ځايه گڼي او وايي: »دا ټول الهي کارونه دي، داسي افتونه ترمخه هم راغلي دي، مګر مسلمانانو ته ډېر بېرېدل نه دي په کار. موږ پر خدای ایمان لرو، ماسک، دستکلې او قرنطین زموږ ایمان نه سي راکمزوری کولای.«

موسی کلیم بیا هغه څوک دی چي دوه زامن او یوه لور يې کور ته نژدې یوې دغسي دیني مدرسې ته ځي. نوموړي د یوې پوښتني په جواب کي وویل: »مکتبونه رخصت دي، دغه مدرسه لا ښه ده، کنې ټوله ورځ به په کورکي له مورسره شوخي یا هم په کوڅو کي د همسایګانو له کوچنیانو سره جنګونه کوي. دلته نه پارک سته، نه بل داسي ځای سته، بس دغه مدرسه يې لاښه ده.«

په کندهار کي داسي مهال تر ۴۰۰ زیاتي شخصي دیني مدرسې او مسجدونه د زرهاوو شاګردانو پر مخ پرانیستي، چي د سه شنبې په ورځ د عامي روغتیا ریاست د خپاره کړو ارقامو له مخي په دغه ولایت کي د۴۱ پيښو په ثبت سره د ټولو مثبت پيښو شمیر ۴۳۴ ته لوړ سو. له پيله تر اوسه په کندهار کي ۵ تنه له یادي ناروغۍ څخه مړه سوي او ۱۵ ترې روغ سوي دي.

محمد ابراهيم سپېڅلی