1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: په پاکستان کي د افغان مهاجرو وضعیت ډیر خراب دی

۱۳۹۹ فروردین ۱۶, شنبه

په کراچي کي په سل هاوو زره افغان مهاجر د دغه ملیوني ښار د قیوداتو څخه سخت کړیږي. د هغوی په خبره، که څه هم کرونا خطرناکه ده، خو لوږه ترهغه لا وژونکې ده. د ډیرو کورنیو غذايي مواد مخ پرخلاصیدو دي او هیڅوک یې غم نه خوري.

https://p.dw.com/p/3aS7m
Pakistan Essensausgabe während Coronakrise
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

دغه خبره د افغان مهاجرو د یوې کمیټې مشر حاجي عبدالله پاکستانئ ورځپاڼي ،ډون)سحررګاه( ته کړې ده، کومه چي ترکي خبري آژانس انادولو نشر کړې ده.

حاجي عبدالله همدارنګه ویلی دي، چي»د کرونا په خاطر وضع سوي قیودات پریشاني او ډپریشن نورهم تقویه کړی دی، خصوصأ په ځوانانو کي. هغوی نه کار لري او د ژوندانه لمړني ضروریات)غذايي مواد) یې هم مخ پر کمیدو دي. خو نه پاکستاني چارواکي او نه هم خیریه سازمانونه د هغوی غم خوري.«

د پاکستان د سند په ایالت کي تقریبأ ۵۰۰۰۰۰ افغان مهاجر ژوند کوي، چي نیمايي یې د کراچي د شاوخوا په افغان میشتو سیمو کي تر ډیرو خرابو صحي شرایطولاندي ژوند کوي او هیڅ نوع نظافت نه پکښي مراعتیږي. ځکه نو ممکنه ده، چي که یوواري هلته د کرونا ویروس شیوع سي، نو په ډیرسرعت سره به دهغوی په منځ کي خپور سي.

په ټوله پاکستان کي بیا تقریبأ ۲،۸ ملیونه افغان مهاجر ژوند کوي. پدې ډول سره نو تر ترکیې وروسته پاکستان د نړئ دوهم هیواد دی، چي دومره ډیرو مهاجرو ته یې ځای ورکړی دی. خو اکثره افغان مهارجرین بیا د خیبر پښتونخواه او بلوچستان په ایالتونو کي ژوند کوي، کوم چي د افغانستان سره همسرحده دي.

په پاکستان کي تر پرون جمعې ورځي)د اپریل دریمه( پوري د کرونا ۲۴۵۸ او افغانستان کي ۲۷۳ مثبتي پيښي ثبت سوي دي.