1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: په بريتانيا کي د مړو شمېر تر ۵۰ زرو زيات سو

۱۳۹۹ خرداد ۲۱, چهارشنبه

په بريتانيا کي د کويد ۱۹ له کبله د مړو شمير تر ۵۰ زرو زيات سوی دی او په ماسکو کي په ابتلا کي د زياتوالي باوجوده محدوديتونه نرميږي.

https://p.dw.com/p/3dZAR
Thailand Coronavirus Shutdown Selbstmord-Hotline
انځور: Reuters/A. Perawongmetha

ـ په نړيواله کچه د کويد ۱۹ له کبله د مړه کېدونکو انسانانو شمېر تر ۶۰۰ زرو څخه زيات سوی دی. په ټوليزه توګه په نړۍ کي تر ۷،۲ مليونو زيات انسانان په کرونا اخته سوي دي.

ـ د آلمان په تيورينګن ايات کي ايالتي ادارې د جون له ۱۳مې نېټي څخه د کرونا سره تړلو د ټولنيز واټن د ټولو مکلفيتونو د ليري کولو اعلان کړی دی.

ـ په نړۍ کي د نوي کرونا ويروس څخه تر ټولو زيات اغېزمن سوی هيواد د امريکا متحده ايالات دي. په دغه هيواد کي تر اوسه يو لک لس زره انسانان له کويد ۱۹ څخه مړه سوي او ۱،۹ مليون انسانان په  نوي کرونا ويروس اخته سوي دي.

ـ په نړۍ کي په دويم نمبر تر ټولو زيات د کرونا مبتلايان د برازيل په هيواد کي دي او د کويد ۱۹ له کبله د مړو تر ټولو زيات دويم نمبر شمېر په بريتانيا کي دی چيري چي تر ۵۰ زرو زيات انسانان مړه سوي دي.

ـ روسيې د لاک ډاون او نورو محدوديتونو د ليري کولو تر څنګ پر سفر محدوديتونه هم لغوه کړي دي.

د جرمني د رابرټ کوخ په نوم انسټيټيوټ په حواله د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جون ۱۰مه نېټه) په آلمان کي ۳۱۸ نوي د کرونا ابتلاوي ثبت سوي دي. په دې توګه نو په دغه هيواد کي د مبتلايانو شمېر ۱۸۴۸۶۱ ته جګ سوی دی. د سه شنبې په ورځ ۲۵۲ د ابتلا نوي پيښي ثبت سوي وې. په دې ترڅ کي د ۱۸ انسانانو د مړيني خبر هم ورکول سو او په ټوليزه توګه په آلمان کي د کويد ۱۹ له کبله د مړه کېدونکو کسانو شمېر ۸۷۲۹ ته جګ سوی دی.

له بل اړخه د امريکا په متحده ايالاتو کي هم يو شمېر ايالتونو منلې ده چي په روانه اونۍ کي په کرونا د نوو مبتلايانو شمېر زيات سوی دی. نژدې په ۲۱ ايالتونو کي د کرونا د پيښو د زياتېدو خبرونه ورکول سوي دي. په دغه هيواد کي تر اوسه د ۱۱۲ زرو څخه زيات انسانان له کويد ۱۹ څخه مړه سوي دي او ۱،۹ مليونه په کرونا اخته سوي دي.

په مکسيکو کي د سه شنبې په ورځ ۴۱۹۹ نوي په کرونا د ابتلا پيښي ثبت او په دغه ورځ د ۵۹۶ مړينو خبر ورکول سو. په دغه هيواد کي تر اوسه ۱۲۴ زره انسانان په کرونا اخته سو ي او ۱۴۶۴۹ ورڅخه مړه سوي دي.

په اغېزمنو سوو انسانانو کي اکثريت د روغتيا په سيکتور کي د کار کوونکو دی. چارواکو دا هم منلې چي په کومه اندازه چي د خلکو تېستونه بايد وسي، هغه تر اوسه په عمل کي نه ترسره کيږي. داسي بيري سته چي د کرونا د مبتلايانو اصلي شميرې به تر رسمي شمېرو  ډيري جګي وي.

په عيني حال کي چين د امريکا د متحده ايالاتو د هارورډ پوهنتون د طب د څانګي هغه تحقيق احمقانه بللی او رد کړی دی چي له مخي يې د چين په ووهان ايالت کي د کرونا ويروس د ۲۰۱۹ کال د اګست له مياشتي څخه لا په خپرېدو پېل کړی ؤ. چين د روغتيا نړيوال سازمان د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کي له دغه ويروس څخه خبر کړی ؤ.

د هارورډ پوهنتون دليل دا دی چي له سټلايټ څخه تر لاسه سوي انځورونه ښيي چي په اګست مياشت کي د چين د روغتونونو مخي ته د مراجعينو ازدحام زيات سوی ؤ. د دې تر څنګ په دغه سيمه کي په انټرنټ کي له د علاج له پاره د لټون له پروتوکولونو څخه هم داسي انګيرل کيږي چي د اګست په مياشت کي لا دغه ناروغي خپره سوې وه. د چين تر څنګ يو شمېر نورو محقيقينو هم د دغه تحقيق ميتود تر سوال لاندي راوستلی دی.

آژانسونه/ا.و.ا./ب.ص.