1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کرونا سره جنګ» ـ امريکايان ولي وسلې رانيسي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۷, یکشنبه

په متحده ايالاتو کي د کرونا له کبله لګول سوو بنديزونو او محدوديتونو پر ضد احتجاجونه ادامه لري. يو شمېر کسان په وسلو سنبال احتجاجونو ته حاضريږي.

https://p.dw.com/p/3bRJ4
Coronavirus USA Waffenladen
انځور: picture-alliance/AA/T. Coskun

د متحده ايالاتو د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي د راپور له مخي د کرونا د بحران په ترڅ کي د مارچ په مياشت کي په دغه هيواد کي د وسلو د پلور نوی ريکارډ جوړ سوی دی. د دغه راپور له مخي امريکايانو په دغه موده کي تر دوه مليونو څخه توپک رانيولي دي. په دې توګه نو د ۲۰۱۲ کال د دسمبر وروسته د روان کال په مارچ مياشت کي د امريکا د تاريخ تر ټولو زياتي وسلې د ولسي خلکو له خوا رانيول سوي دي.

د «نيشنل رايفل ايسوسيېشن» په نوم سازمان چي د وسلو خرڅوونکو شرکتونو له پاره لابي کوي، د متحده ايالاتو له تر ټولو قوي لابي کوونکو څخه شمېرل کیږي. دغه سازمان د ټاکنو پر وخت په لوړه اندازه د کانديد سياستوالو څخه په بسپنو ملاتړ کوي. د دغې لابي اغېز دومره زيات دی چي د «لاک ډاون» يا بنديز پر وخت حکومت د وسلو خرڅوونکو ته اجازه ورکړه چي خپل دکانونه پرانستلي وساتي.

په داسي وخت کي چي امريکايي چارواکي او ډاکټران د کرونا د بحران سره د مبارزې له پاره هلي ځلي کوي، د وسلو خرڅوونکو لابي په پوره قدرت سره په خلکو کي د موجودي بيري څخه ګټه پورته کوي.

د اپريل په مياشت کي د امريکا په يو شمېر ايالتونو کي د بنديزونو يا «لاک ډاون» پر ضد کوم کوچني احتجاجونه وسول، په هغه کي تر ټولو مخکي د وسلو د لابي غړي او سپين پوستي امريکايان تر سترګو سول.

USA Washington Schüsse im Kapitol
د اپريل په مياشت کي د امريکا په يو شمېر ايالتونو کي د بنديزونو يا «لاک ډاون» پر ضد کوم کوچني احتجاجونه وسولانځور: Getty Images/W. McNamee

په وسلو سنبال احتجاج کوونکو ټينګار کاوه چي کرونا په اصل کي تر زکام زياته مهلکه ناروغي نه ده او دا چي حکومت نه بايد چي د هرې ناروغۍ تر سيوري لاندي کاروبارونه بند کړي.

په امريکا کي د وسلو د لابي سره تړاو لرونکو سازمانونو دا دريځ لرلی دی چي هيڅ سياستوال دا حق نه لري چي د ولس مدني آزادۍ محدودي کړي. د دغه هيواد په اساسي قانون کي د دويم تعديل راهيسي هر ولسي کس د خپلي دفاع له پاره د وسله لرلو حق لري.

د آلمان ږغ په يو تحقیق کي څرګنده سوې ده چي يو شمېر هغه انټرنټ پاڼي او د خواله رسنيو اکاونټونه چي د لاک ډاون د ختمولو غوښتنه کوي، تر شا يې د وسلو د لابي سره تړاو لرونکي کسان دي.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د دې مخالف دی چي په اړونده ايالتونو کي بشپړ بنديز يا «لاک ډاون» ته ادامه ورکوله سي. نوموړی د لاک ډاون ضد هغو احتجاجونو پلوي کوي چي د هغه د مخالف ډموکراټ ګوند تر واک لاندي ايالتونو کي تر سره کيږي.

متحده ايالات په نړيواله توګه له کرونا څخه تر ټولو زيات اغېزمن سوی هيواد دی چيري چي تر اوسه ۵۴ زره انسانان له دغې وبا مړه سوي او نژدې ۹۰۰ زره په دغه ويروس اخته سوي دي.

جورډن ولډن/ا.و.ا./ن.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه انځوريز البوم (09.12.2019):