1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په لسونو زره پاکستانیان په عربي اماراتو کې بند پاتې دي

۱۳۹۹ فروردین ۱۸, دوشنبه

په متحده عربي اماراتو کې په زرونو پاکستانيان په دې هڅه کې دي چې بيرته خپل هيواد ته ستانه شي. د بیرته ستنيدو لامل، بيکاري او په دغه هيواد کې حکومت له خوا د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوی په موخه لګول شوي سخت بنديزونه دي.

https://p.dw.com/p/3aWvt
Dubai Asiatische Arbeiter beladen Schiffe im Hafen
د دوبۍ په یوه بندر کې د سویلي آسیایي هیوادونو کارګرانځور: picture-alliance/dpa/A. Haider

د رويټرز خبري آژانس د اپريل شپږمې نيټې د رپوټ په حواله، په عربی اماراتو کې تر اوسه ۱۷۹۹ تنه په کرونا ویروس اخته او ۱۰ تنه مړه شوي دی. ارقام د لوړيدو په حال کې دي.

دغه هیواد د کرونا ویروس د مخنيوی په موخه يو لړ سخت بنديزونه هم عملي کړي دي، لکه په ټول هیواد کې د خلکو پر ګرځيدو محدودیت، د پروازونو په تعويق کې اچول او په دوبۍ کې له کورونو څخه بهر نه وتل.

دوبۍ د ګڼ شمیر سويلي اسيا هیوادونو د کارګرانو له پاره د کاروبار يو ښه ځای ګڼل کيږي. په دغه هیواد کې څه باندې يو ميلیون پاکستانيان پر کاروبار بوخت دي. خو د مارچ مياشتې له ۳۱مې نيټې راهیسې کله چې د عربی اماراتو په یو شمیر برخو کې د کرونا ويروس د کور په کور تيست بهیر پیل شوی د ډيرو کارګرانو کاروبار په ټپه درولی دی.

په دغه هیواد کې د پاکستان د يوې قونسلګرۍ وياند رويټرز ته وويل چې يوازې د اپريل مياشتې له درېمې نيټې راهيسې په درو وروځو کې څه باندې ۲۰ زره پاکستانيان چې غواړې خپل هيواد ته ستانه شي، راجستر شوي دي.

ویاند زياته کړه چې په دغو افرادو کې یو شمير يې هغه کسان دي چې د ويزو وخت يې پوره شوی، کارونه يې له لاسه ورکړي او د خپلو کارفرمايانو له خوا ورباندې پيسې بندې شوي دي. همدا ډول هغه کسان چې په ترانزيت ويزې اماراتو ته راغلي دي.

د هغه په وينا د دغو کسانو د انتقال په موخه د عربي اماراتو له چارواکو سره خبرې پيل شوي دي تر څو د پروازونو سهولت ورته برابر کړل شي.

رويټز زیاتوی چې د متحده عربي اماراتو حکومتي رسنيو او د دوبۍ چارواکو د پاکستان دغې غوښتنې ته سمدلاسه ځواب نه دی ورکړی.