1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: د آزموينو ورکيدو يوه کورنۍ له ناورين سره مخ کړه

۱۳۹۹ خرداد ۷, چهارشنبه

په افغانستان کې د کرونا ويروس په خپريدو سره په روغتونو کې د وسايلو د کمښت شکايتونه هم مخ پر ډېريدو دي. دلته د کرونا ځپلې يوې کورنۍ کيسه لوستلی شئ چې پر وخت د کرونا د ټيست د نتايجو نه ترلاسه کولو له يوه ناورين سره مخ کړه.

https://p.dw.com/p/3cq1U
Afghanistan Herat Coronavirus
انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

د ډاکتر يوسف اريوبي ټوله کورنۍ، يعني مور یې، خوېندې ورونه او اولادونه یې پر ځمکه پر غوړېدلي دسترخوان د ماښام ډوډۍ ته ناست ول. نوموړي په دې ترڅ کې له خپل کشر ورور سره خپله انديښنه شريکه کړه چې سهار یې په معاينه خانه کې يوه مريض کرونا ته ورته علايم يعني وچ ټوخی او تبه لرله.

تر دې ماښامنۍ دوې اوونۍ وروسته ډاکتر يوسف اريوبي، د هغه يوه خور او يو ورور مړه شول او د کورنۍ يو شمیر نور غړي یې په کرونا اخته شول. خو په دې کې تر ټولو لانجمنه خبره دا وه چې دوی فکر کاوه کوم علايم چې لري هغه د يوه ناوړه زکام دي ځکه روغتون له دوی سره د دوی د کرونا د آزموينې نتايج نه وو شريک کړي.

دا څرگندونې د ډاکتر يوسف اريوبي کشر ورور بهترين پکتياوال له اسوشيتد پريس خبري آژانس سره په مرکه کې کړي.

د دې يوې کورنۍ دغه ناورين په ډاگه کوي چې د افغانستان د روغتيايي سیسټم څومره نيمگړتياوې لري او دې نړيوالې وبا ته د حکومت غبرگون څومره سست دی او له وبا سره د خلکو چلن افغانستان د دې وبا پر وړاندې څومره زيان منونکې او حساس کړی دی.

له افغانستان سره د ميلياردو ډالرو تر مرستې وروسته هم چې زياتره یې امريکايي مرسته وه، په پلازمينه کابل کې کابو هیڅ داسې يو روغتون نه شته چې په سمه توگه کار وکولای شي. د روانې جگړې په منځ کې په حکومت کې د پراخ ادعا شوي فساد له کبله وسايل ختم شوي، تاسيسات د فعاليت وړ نه دي او روغتيايي سیسټم آن د بنسټیزو روغتيايي آسانتياو د ارايه کولو جوگه نه دی.

افغانان چې ۵۴ فيصدو یې په ۲۰۱۹ م کال کې د ورځې تر ۱،۹ ډالرو هم کم عايد درلود، وار په وار بې وزله کيږي او دا فيصدي د کرونا له کبله ښايي نوره هم لوړه شي. په افغانستان کې دمگړۍ [د مي ۲۷ نیټه] د کرونا تر ۱۱ زرو زياتې مثبتې پېښې ثبت دي او تر اوسه په دې ويروس ۲۱۹ کسان مړه شوي خو دا شمیرې کره نه دي او ښايي په کرونا د ککړو او له دې وجې د مړو شویو شمير ډېر لوړ وي.

د اريوبي کورنۍ د کابل په يوه برخه کې ميشته ده. نوموړی ۵۳ کلن د ماشومانو ډاکتر له خپلې میرمن اولادونو، خپلې سپين سرې مور چې عمر یې کابو ۷۰ کاله دی، او له خپلو څلور ورونو او يوې خور او هغوی له کورنیو سره په دغه کور کې اوسيده. درې ورونه یې په خپل شرکت کې چې له آلمان او دوبۍ څخه موټرې او د موټرو پرزې واردوي، په کار بوخت دي.

Afghanistan  Khost-Provinz Coronavirus
د کرونا بحران پر وخت د افغانستان روغتيايي سيسټم له سختو ننگونو سره مخ دیانځور: DW/F. Zahir

اريوبي د مارچ پر ۳۰ نیټه چې د دوشنبې ورځ وه، له مريض سره تر ليدنې يوه ورځ وروسته لږه تبه وکړه. خو د چهار شنبې په ورځ یې وضعيت خراب شو. د هغه ۲۱ کلنه لور مريم هم تبه درلودله. پکتياوال هغه او د هغه لور مريم د افغان ـ جاپان روغتون ته ورسول. درې سرو ماسکونه او دستکشې درلودلې.  ياد روغتون د کابل له هغو دوو روغتونو څخه يو دی چې د کرونا د آزموينې او درملنې سهولت لري.

پکتياوال وايي: «د روغتون د عملې له خوا راسره ژمنه وشوه چې که نتايج مثبت وو نو په ۲۴ ساعتونو کې به دننه تاسې ته احوال درکړو او بيا به د مريضانو د جلا مراقعبت له پاره امبولانس هم درواستول شي.»

پکتياوال وويل چې د پنجشنبې په ورځ چې روغتون دوی ته هیڅ خبره ور نه کړ نو دې وانگيرله چې نتايج منفي دي. په دې منځ کې اريوبي او لور یې يوه شخصي کلينک ته مراجعه وکړه چیرته چې ډاکتر هغوی ته وويل چې انفلونزا لري او پاراسيتامول دوا یې ورته ورکړه.

هغوی ټول بيا د ماښام په ډوډۍ سره يوځای کښيناستل، مور یې او د کورنۍ ټول نارينه غړي. مريم او د کورنۍ ښځې په يوه بل اوطاق کې سره گډه ډوډۍ وخوړله. تر دې يو څو ورځې وروسته د اريوبي خور، ورور، وريندار او مور یې وار په وار ناروغه شول.

ناوړه روغتيايي سیسټم

د اپريل پر شپږمه کله چې د اريوبي حالت ډېر خراب شو او په کورنۍ کې یې د ناروغانو شمیر زيات شو پکتياوال يو وار بيا افغان ـ جاپان روغتون ته ورغی.  تر اوږده انتظار وروسته هغه پر يوه ديوال د مثبتو پېښو يو ليست وليده. په دې ليست کې د هغه د ورور او وریرې نومونه هم ول. پکتياوال وويل: «د دې پر ليدو زه سخت وار خطا شوم. نه پوهيدم څه وکړم. سترگې مې له اوښکو ډکې شوې.» تر دې وروسته هغه کور ته زنگ ووهه او ویې ويل چې د کور ټول ۳۴ غړي دې د آزموينې له پاره روغتون ته ورشي.

هغه همدا راز په روغتون کې د اريوبي د بستريدو هڅه وکړه خو د روغتون عملې له دې کاره انکار وکړ. پکتياوال او يوه بل ورور یې وويل چې په دې خبره د لفظي شخړې پر وخت يوه ډاکتر اريوبي په مخ وواهه او يو غاښ یې هم ور مات کړ.

افغان – جاپان روغتون په ۲۰۱۴ م کال کې د جاپان د حکومت په مالي مرسته جوړ شو. په داسې حال کې چې دا روغتون د نورو په مقابل کې ډېر ښه امکانات لري، بيا هم د افغانستان د روغتيايي سيسټم نيمگړتياو په گوته کوي.

د کرونا د وبا په لومړيو اوونیو کې د کرونا شکمنو مريضانو د بيرته ليږدول کیدو او يا د آزموينو د ورکيدو شکايتونه کول. د روغتون عملې ته د حفاظتي لباس او نورو وسايلو رسيدو هم څو اوونۍ وخت ونیوه او ډاکترانو او نرسانو مريضانو ته له ور نزدې کیدو ویره لرله.

دې روغتون ته هره ورځ د معاينې له پاره تر۶۰۰ زيات ناروغان ورځي خو روغتون په ورځ کې د يوازې ۱۵۰ آزموينو د ترسره کولو وړتيا لري. په ولايتونو کې چېرې چې زياتره روغتيايي کلينکونه د وسايلو له کمښت سره مخ دی، کار کوونکي یې د کرونا له شکمنو مريضانو ويره لري او  نه یې بستروي او هغوی ته وايي چې د آکسيجن ټانک له دې بازاره راونيسي او په کور کې دې پاته شي.

Staatliche Verteilung von Brot an die Bevölkerung in Kabul
کرونا د افغانستان پر اقتصاد هم سخت اغیز کړی دیانځور: Reuters/O. Sobhani

د افغان- جاپان روغتون د عامه اړيکو د بخش کارکونکي ډاکتر سيد موسی نوري اټکل کوي چې د لسو او پنځلسو فيصده ترمنځ آزمويل شويو مريضانو خپل نتايج په سم وخت نه دي ترلاسه کړي. هغه وويل چې د عملې بې تجربې غړي ځينو د مريض نوم ناسم ليکلی وي او يا یې سيمپل او يا ټيست ناسم  ليبل کړی وي.  هغه وويل: «د کوويد ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې د لومړۍ کرښې طبي کارکوونکي کافي تجربه نه لري چې همدا یې له سترو ننگونو سره مخامخ کوي.»

له دې روغتون سره تر هغه وروسته چې کرونا ته ځانگړې کړل شو، نوره مالي مرسته هم وشوه خو د ډاکتر نوري خبره د عملې ډېری غړيو ته د تیرو دوو مياشتو معاش نه دی ورکړل شوی.

روغتون ته تلل په کرونا د اخته کيدو خطر لري

په دې وروستيو ورځو کې چې کله د اسوشيتد پريس خبري آژانس خبريالان روغتون ته ورغلل نو د کوويد ۱۹ په سونه شکمن مريضان د روغتون څخه دباندې په انتظار ول. عملې ورته د فاصلې د مراعتولو لارښوونه کوله خو هیچا هم غوږ نه نيوه. له دوی څخه یې ځيني له څو ورځو راهيسې همدلته ول او د خپلو او يا خپلې کورنۍ د غړيو د آزموينو نتايجو ته په انتظار ول.

د محمد پرويز په نامه يو محصل له يوې اوونۍ راهيسې روغتون ته راځي او هڅه کوي چې د خپلې مور د آزموينې نتيجه ترلاسه کړي. خو هره ورځ ورته د بلې ورځې وعده ورکول کيږي. هغه وويل: «زه هم ښايي دلته يوه ورځ د مور د نتايجو د ترلاسه کولو په انتظار په کرونا ناروغ شم.»

د وبا په مقابل کې د حکومت غبرگون

د کرونا وبا ته د حکومت غبرگون ډېر سست وو او له ايران څخه چېرې چې دغه مرض ډېر خپور وو، تر ۲۰۰ زرو زياتو افغانانو تر راستنيدو وروسته هم حکومت د کرونا د مخنيوي له  پاره  هيڅ د پام وړ گامونه پورته نه کړل.

په هرات کې هم چې د راستنو شويو لومړی منزل وو، تر اپريل میاشتې پورې د کرونا د آزموينې وسایل موجود نه ول.

د اريوبي کورنۍ تر آزموينو وروسته ځانونه قرنطين کړل خو گاونډيانو یې د کرونا له ویرې خپل کورونه پرېښودل او د خوراکي توکو پلورنځايونو پر دوې د توکو خرڅلاو بند کړ. پکتياوال وويل: «خلکو له موږ څخه ویره درلودله.»

په کرار کرار د پکتياوال د کورنۍ ۴۶ تنه کسان په دې ويروس اخته شول. د اپريل پر لسمه نيټه د اريوبي او پکتياوال خور گل خماره مړه شوه. د هغې د جنازې له پاره یې د پکتيا څخه نور خپلوان راغلل. پوليسو هڅه وکړه چې خلک له مړي او د کورنۍ څخه فاصله ونيسي خو نتيجه یې ور نه کړه.

د اپريل پر يولسمه نیټه ډاکتر اريوبي هم ومړ او درې ورځې وروسته یې بل ورور فاضل رحمان هم مړ شو.

د پکتياوال بل ورور حيات خان په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې يوه ويديو کې شکايت کړی: «حکومت موږ ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې. هر چا موږ هير کړي يوو.»

دې څو اوونۍ وخت ونيوه چې د دغه کورنۍ ټول غړي ورغيږي. پکتياوال اوس د يوټيوب له لارې په معلوماتي ويديوگانو کې نورو افغانان ته د کرونا سره د چلن په اړه معلومات ورکوي. نوموړي اسوشيتد پريس ته وويل: «ما پر دې ناروغۍ باور نه درلود. تل به مې ويل چې دا درواغ دي او يوازې تبليغات دي. خو موږ وپوهيدو چې دا يو ستر خطر دی او هغه څوک چې له پامه یې غورځوي، ښايي د ژوند په بيه یې تمامه شي.«

bs/nz (AP)

زموږ له آرشيف څخه: