1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا؛ آلمان په کرونا اخته خپل پولیس له افغانستانه راغواړي

۱۳۹۹ خرداد ۱۱, یکشنبه

د آلمان هوايي ځواک غواړي له افغانستان څخه په کرونا اخته خپل دوه تنه پولیس بیرته آلمان ته را انتقال کړي. آلمان په افغانستان کې د کلونو راهیسې د ملي پولیسو د روزنې یو پروګرام لري.

https://p.dw.com/p/3d3oh
Ausbildung afghanischer Polizisten durch deutsche Militärpolizei in Faisabad
انځور: Michael Kappeler/AFP/Getty Images

په آلمان کې د شپیګل په نامه یوې آلمانۍ مجلې په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې د آلماني پولیسو درې تنه افسرانو د کرونا ویروس ابتدايي علایم ښوولي دې چې تر معایناتو وروسته یوازې د دوو افسرانو د کرونا نتایج مثبت راوتلي دي.

اوس ټاکل شوې چې د آلمان د هوايي ځواکونو یوه داسې الوتکه چې په صحي کارمندانو او صحي وسایلو سمباله ده، دغه پولیس د درملنې په هدف بیرته آلمان ته را انتقال کړي.

د دغې آلمانۍ مجلې د رپوټ په اساس، د آلمان د هوايي ځواکونو اړوند دغه پوځي الوتکه به لومړی په مزار شریف کې کښینې او بیا به د یکشنبې په ورځ د افغانستان پلازمینې کابل ته حرکت وکړي.

Deutsche Polizei in Afghanistan
انځور: AP

په عین وخت کې د آلمان د پوځ یوه ویاند له افغانستان څخه د کوید ۱۹ د تخلیې د یوه ماموریت پخلی کړی دی. د آلماني چارواکو په خبره، دریم افسر چې د کرونا ویروس ابتدايي علایم یې ښولي وو، تر معایناتو وروسته یې د کرونا نتیجه منفي راختلې ده. د آلماني پولیسو دغه درې تنه افسران په پیل کې د کابل په هوايي ډګر کې چېیرته چې د ناټو پوځیان هم میشت دي، په کورو کې قرنطین او تر درملنې لاندې وو.

د معلوماتو له مخې، د دغو دوو تنو آلماني افسرانو را انتقالونکي صحي کارکوونکي او په پرواز کې ورسره نور کسان، په ځانګړو جامو سمبال دي څو په کرونا ویروس اخته نه شي.

رپوټ زیاتوي چې دغه درې آلماني افسران په افغانستان کې د فدرال آلمان د پولیسو د روزنې د پروژې برخه ده چې په مزار شریف کې ځايي پولیسو ته زده کړه او روزنه ورکوي.