کرزی: پاکستان د سولي په پروسه کي هيڅ مرسته نه ده کړې
۱۳۹۰ آذر ۱۲, شنبهکرزي په خپله مرکه کي ويلي، چي په پاکستان کي يو شمېر کړۍ غواړي چي طالبان په افغانستان کي فعاله و اوسي. د کرزي په وينا ترڅو چي په دغه مسئله کي بدلون را نه شي، د طالبانو سره به د سولي پروسه کاميابه نه شي.
کرزي په مرکه کي ويلي دي، چي افغانستان به د ۲۰۱۴کال وروسته هم د لسو کلونو له پاره د نړيوالي ټولني مالي مرستو ته اړتيا ولري. خو د هغه په وينا په دغي مودې کي به نړۍ په افغانستان کي د اوس په وخت لږي پيسي مصرفوي، ځکه چي تر ۲۰۱۴کال وروسته به په افغانستان کي د هغوئ پوځيان شتون و نه لري.
کرزي زياته کړې چي هيواد به يې د امنيتي ځواکونو د تجهيز او روزني په برخه کي نړيوالو مرستو ته اړتيا ولري. هغه دا خبره هم منلې ده چي دولت يې ټولو افغانانو ته د امنيت په برابرولو کي پاته راغلی دئ.
کرزی د جمعې په ورځ ناوخته د آلمان د بن ښار ته را ورسيد، ترڅو دلته د افغانستان په هکله په راروانه غونډه کي ددوشنبې په ورځ گډون وکړي.
په دغه کنفرانس کي تر سلو زياتو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون کوي، ترڅو د ۲۰۱۴کال وروسته د لسو نورو کلونو له پاره افغانستان سره د خپلي ملګرتيا تعهد تازه کړي.
دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان مالي وزير، محمد عمر زاخيل وال، تر دې وړاندي ويلي دي چي افغانستان هر کال د امنيتي او پرمختيايي پروژو د تمويل له پاره اوه ميليارده ډالرو ته اړتيا لري.
هغه دغه راز ټينګار کړی، چي افغانستان بايد په داسي وضعيت کي پاته نه شي چي د مالي ستونزو له کبله د پرمختيايي او امنيتي پروژو څخه يوه غوره کړي.
د کنفرانس د بحث يوه موضوع له طالبانو سره د سولي خبري اتري دي. خو په کنفرانس کي د پاکستان نه ګډون ښايي پر دغي موضوع د خبرو مؤثريت راټيټ کړی وي.
پاکستان وروسته ترهغه په کنفرانس کي د نه ګډون اعلان وکړي چي د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سيمو کي د ناټو د يو هوايي بريد له امله ۲۴پاکستاني سرتيري ووژل شول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل