کرزی: له پوهي سره دښمني پر افغانانو ظلم دئ
۱۳۹۱ فروردین ۵, شنبهسږ کال هم ګن شمیر افغان ماشومان په داسي وخت کې ښوونځیو ته ورغلل چې لا ئې هم په هیواد کې شاوخوا ۵۰۰ ښونځي د بیلابیلو دلایلو له امله تړلي پاته دي.
د پوهنې د وزارت شمیرې ښيي چې سږ کال به شاوخوا اووه میلیونه ماشومان ښونځیو ته ولاړ شي. افغان ولسمشر حامد کرزي چې د نوی تعلیمې کال په پرانیستونکې غونډه کې ئې وینا کوله ټینګار وکړ چې سږ کال به ئې اداره په افغانستان کې د پوهنې پر کیفیت کار وکړي.
نوموړي په عین وخت کې پر خپلو وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې د ښوونځیو له سوځولو، د زدکوونکو، ښوونکو او عالمانو له وژلو لاس واخلي.
کرزي دغه بریدونه له ټولو افغانانو او ان د اسلام له دین سره جفا او ستر خیانت وباله. کرزي وویل: «آزاد افغانستان یوازې د باسواده افغانانو په لاس جوړیدای شي. که طالبان زموږ ښوونځي تړي نو هغوی زموږ د خپلواکۍ له پاره نه بلکې زموږ د غلامۍ لپاره کار کوي. هغوي غواړي چې له دې کار سره موږ ګاونډیانو او نورې نړۍ ته محتاج وساتي. دا لویه جفا او نه بخښونکی جنایت دئ.»
د پوهنې چارو وزارت د چارواکو په خبره په تیرو یوولسو کلونو کې په افغانستان کې د پوهني په ډګر کې بي ساري پرمختګونه شوي دي. وزارت ویلي دي چې په راتلونکې کې به د هغو ښوونځیو د بیا پرانیستلو له پاره هلې ځلې وکړي چې د زورپالو له خوا تړل شوي دي.
افغان ولسمشر په دغه غونډه کې پر حکومتي ادارو غږ وکړ چې د ښوونکو، سرښوونکو او د ښوونځیو د ساتلو له پاره ټول لازم ګامونه پورته کړي.
نوموړي همدا راز په افغان زده کوونکو غږ وکړ چې بهرنۍ ژبې زده کړې ځکه د ولسمشر په خبره لوړې زده کړې پرته له دې چې د زده کوونکو نړیوالې ژبې زده نه وي په ښه ډول نه شي حاصلیدای. کرزي د بېلګې په توګه افغان زده کوونکو او محصلینو د انګریزي، آلماني او فرانسوي ژبو زده کړې ته را وبلل. کرزي په دې اړه وویل: «له ښوونځي سره سره دې زموږ زده کوونکي هڅه وکړي چې بهرنۍ ژبې زده کړي که دوی په ابتدائیه او لیسه کې په دغه برخه کې بنسټیز ګامونه واخلي نو دوی به په راتلونکې کې هیڅ راز ستونزې و نه لري. زموږ هڅه دا ده چې د انجینیرۍ، طب او کرهني پوهنځیو زده کړي انگریزي ژبې ته واړوو ځکه چې له دغې ژبې سره موږ کولای شو چې په یادو برخو کې له نوو پرمختگونو څخه باخبره شو.»
افغان ولسمشر حامد کرزي، همدا راز له افغان ځوانانو غوښتنه وکړه چې د خپل کلتور د ودې له پاره د ښکلو هنرونو لکه نقاشي، رسامي، خطاطي او داسې نورو برخو زده کولو ته هم ډير پام وکړي. ولسمشر کرزي وویل: «هر چیرته چې د افغانستان د یوه ښوونځي یو خس هم زیان ویني دا زیان د پوهنې ټول بهیر ته متوجه دئ او دا لویه جفا ده.»
د پوهنې وزارت د شمیرو له مخې سږ کال به شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکي د زده کړو له پاره له افغانستان څخه بهر واستول شي.
په دې سربیره به روان کال په افغانستان کې د زړه د ناروغیو د درملني د یوه انستیتیوت د جوړلو کار هم پيل شي چې لا وختي ورته افغان متخصص ډاکتران له بهر څخه را غوښتل شوي دي.
میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش