1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کرزی دي پر خپلي پريکړي له سره غور وکړي»

محمد اسماعيل شاکر/ کابل۱۳۹۲ مرداد ۸, سه‌شنبه

په افغانستان کي د مدني ټولني گډي کمېټې د ټاکنو کمېسيون له پاره د ولسمشر کرزي له خوا د کمېشنرانو د نوموني په اړه اندېښنه ښوولې ده. دغه ۹ کسان د هغو ۲۷ کسانو څخه انتخاب شول چې کرزي ته ورپیژندل شوي ول.

https://p.dw.com/p/19H5X
Die Vertreter der afghanischen Zivilgesellschaft auf einer Pressekonferenz in Kabul, Afghanistan am 30.07.2013. Das Bild hat uns unser Korrespondent Hussain Sirat aus Kabul geschickt. Alle Rechte gehören der DW.
Zivilgesellschaft in Afghanistanانځور: DW/H.Sirat

د ټاکنیزو کمېسیونونو د جوړښت، دندو او واکونو کمېسیون پر بنسټ د غوراوي کمېټه، د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، قاضي القضات، د بشري حقونو کمېسیون مشر، د اساسي قانون د تطبيق د څار کمېسیون مشر او د مدنې ټولنې له یوه غړي جوړیږي.

د اوسنۍ جوړي شوي غواروي کمېټې ته د مدنې ټولني استازی نه دی منل شوی. د مدنې ټولني ګډې کمېټې غړي حمید ځاځي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د جولايي۳۰) کابل کې خبري غونډي ته وویل چي له غوراوې کمېټې څخه د مدني ټولني استازي اېستل یوه دسېسه ده.

"دا د چارو ادارې او وزیرانو شورا د دارلانشاء دریځ وو چې مدني ټولنه یې په خپلو منځو کې په ګډوډیو تورنه کړه. موږ د مدنې ټولني د ټولو شبکو اسناد وراستولي ول او موږ په ګډه نادر نادري انتخاب کړی وو."

ښاغلی ځاځی زیاتوي چې د مدني ټولني د غړي په نه شتون کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پاره د کمېشنرانو غوراوی د دغه کمېسیون د جوړښت، دندو او واکونو له قانون څخه ښکاره سرغړونه ده. د مدنې ټولنې ګډه کمېټه له ولسمشر څخه غواړې چې پر خپلې پریکړې دې له سره غور وکړي.

هاخوا افغان حکومت وايي چې د غواروي کمېټې ګومارنه یې له قانون سره سمه ده او مدنې ټولنه د خپل منځي اختلافاتو له امله ونه توانېده چې پر معیار برابر کس دغي کمېټې ته ور وپیژني.

د غواروې کمېټې غړی او د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وايي چې د مدنې ټولنې له خوا دوو کسانو د مدنې ټولنې د استازیتوب دعوه کوله:

"موږ ته دوه کسه معرفي شوي ول، یو جناب محترم نادر نادري او بل ایوب زاده، دواړو ادعا کوله چې د مدني ټولني څو بنسټونه لري او د غوراوي کمېټې ته باید له مدنې ټولني څخه یو استازی معرفي شي."

مدني ټولني د ولسمشر په راتلونکو ټاکنو کې د کورنیو لانجو ترڅنګ د بهرنۍ لاسوهنې په اړه هم اندېښنه وښوده.

د دې ټولنې غړي داوود مرادیان خبري غونډې ته وویل داسې مالومات یې ترلاسه کړي دي چې د پاکستان د پوځې څارګرې ادارې یا ISI مشر تاجيکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له تاجيک چارواکو څخه غوښتي دي چې د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د هغوی د خوښې کاندېد په بریالیتوب کې ورسره همکاري وکړي.

"د ISI مشر تاجيکستان ته ویلي دي چي په افغانستان کې د یو مشخص کاندېد ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې له تاجيکستان څخه هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده."

دا لومړی ځل دی چې ولسمشر کرزي د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پاره د کمېشنرانو په ګومارنه کې له دومره بیړې څخه کار اخلي.

د حکومت د سیاسي اپوزیسیون په نوم یو شمېر ګوندونو هم د ولسمشر له خوا د ټاکنو کمېسیون له پاره د کمېشنرانو پر ګومارنې غبرګون ښوولی دی او ویلي یې دي چې يو شمېر نوي ټاکل شوي کمېشنران حکومت پلوه دي.