کرزی: د طالبانو او امريکا تر منځ خبرو سره موافق يم
۱۳۹۰ دی ۱۴, چهارشنبهافغان طالبانو تيره ورځ وويل چي په قطر کي د يوه سياسي دفترد پرانيستلو په اړه يوې لومړنۍ موافقې ته رسېدلي دي. هغوی دغه راز وويل، چي د ګوانتانامو له زندان څخه د خپلو ځينو بنديانو د آزادېدو په هکله ئې هم خبري کړي دي.
په قطر کي د طالبانو د دفتر پرانيستل د افغان او بهرنيو چارواکو له خوا د سولي په بهير کي يو ډير مهم پرمختګ بلل کيږي. د طالبانو په ورستۍ خبر پاڼه کي له افغان حکومت څخه يادونه نه وه شوې.
افغان ولسمشر کرزي او غربي هيوادونو هر وخت ويلي دي، چي په افغانستان کي د سولي هر بهير بايد د افغانانو تر مشرۍ لاندي وي.
که څه هم کرزي د طالبانو د دفتر د پرانيستلو په اړه ۲۴ ساعته وروسته خپل دريځ څرګند کړ خو هغه بيا هم ددغه کار ملاتړ کوي.
د کرزي په حواله په يوه وينا پاڼه کي ليکل شوي دي، چي د طالبانو او امريکا تر منځ خبري کيداي شي چي افغانستان له جګړې څخه خلاص کړي او په دغه هيواد کي بې ګناه خلک نور و نه وژل شي.
افغان حکومت هم له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره د يوه مشخص ادرس لرل ضروري بللي دي. طالبانو ته د دفتر د پرانستلو مفکوره له هغه وروسته را پيدا سوه، چي يو شمير کسانو چي ځانونه ئي د طالبانو استازي بلل په اصل کي طالبان نه ول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل