1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: بهرني ځواکونه دي خپلو قرارگاو ته ننوځي

۱۳۹۰ اسفند ۲۵, پنجشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي دي چي ټول امريکايي ځواکونه دي د افغانستان له کليو څخه را ووځي او خپلو قرارگاو ته دي ننوځي.

https://p.dw.com/p/14L3b
انځور: picture-alliance/dpa

هغه دغه راز ويلي دي چي د هيواد امنيتي مسئوليت به د ۲۰۱۳ کال ترپايه پوري افغانان پر خپله غاړه واخلي. افغان ولسمشر حامد کرزي د امريکا ددفاع له وزير ليون پنيتا سره د ليدني پر مهال ويلي دي چي افغانستان په بشپړه توگه دې ته تيار دئ چي د خپل هيواد امنیتي چاري پر خپله غاړه واخلي.

«زموږ غوښتنه داده چي امنيتي مسئوليت ډير ژر افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل سي.»

کرزي زياته کړې ده چي دواړي خوايي بايد تلاښ وکړي چي د ۲۰۱۴ کال تر مخه په ۲۰۱۳ کال د ټول افغانستان امنيتي چاري په خپله افغانان پر غاړه واخلي.

افغان ولسمشر زياته کړې ده چي ځواکونه ئې همدا اوس تيار دي چي تقريباً ټولي امنيتي چاري پر خپله غاړه واخلي.

د امريکا ددفاع وزير هم ويلي دي چي هيواد ئې په دې تلاښ کي دئ چي هر څه ژر په افغانستان کي امنيتي چاري په خپله افغانانو ته وسپاري.

حامد کرزي دغه راز غوښتنه کړې ده چي د افغانستان له ټولو کليو څخه دي امريکايي ځواکونه ټول او خپلو قرارگاو ته ننوزي.

کرزی دا غوښته له هغه وروسته کوي چي د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د زنگاوات په کلي کښي يوه امريکايي عسکر ۱۶ تنه ملکي افغانان چي ډيری ئې ښځي او کوچنيان ول ووژل.

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي ولسمشر کرزي د امریکا ددفاع له وزير څخه د کندهار د پيښي عاملانو ته د سختي سزا ورکولو غوښتنه هم کړې ده.

ويل کيږي چي پنيتا کرزي ته دا ډاډ ورکړی دئ چي د پنجوايي د پيښي قاتل ته به سخته سزا ورکول کیږي.

له افغانستان څخه ليدني کتني پنيتا ته دا چانس ورکړی چي د دواړو هيوادونو تر منځ هغه اړيکي چي په دې وروستیو اوونیو کښي کړي پړي سوي دي لږ ښې کړي.

د امريکا ددفاع وزير په افغانستان کي وروستيو پيښو ته په اشاره سره ويلي دي چي دغه ډول پيښي بايد ددې سبب و نه گرځي چي ناټو دي په افغانستان کي پر خپل ماموريت باندي له سره کتنه وکړي.

څېړونکي په دې نظر دي چي د کندهار په شان پيښي کيدای سي چي د دواړو هيوادونو پر هغه همکاريو باندي منفي اغېزي وکړي چي اوس ئې تر لاس لاندي لري.

امريکا هڅه کوي چي له افغانستان سره داسي يوې موافقې ته ورسیږي چي له مخي ئې تر ډيره وخته په افغانستان کي خپل پوځي حضور وساتي. خو افغان حکومت خپل شرطونه لري.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش