په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شو
۱۳۹۲ فروردین ۳, شنبه
افغان ولسمشر د شنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۲۳ نیټه) په سمبولیک ډول د ښوونځي د زنگ په غږولو سره نوی تعلیمي کال پیل کړ. هغه په دې مناسب یوه وینا هم وکړه چې په کې یې له خپلو وسلوالو مخالفینو څخه وغوښتل چې د ښوونځیو دروازې و نه تړي. کرزي طالبانو ته خطاب وویل: «که تعلیم پرې بندوې طالبه، نو افغانان غلامۍ ته مجبوروې. که د تعلیم او پرمختګ لاره ورښيې ښوونځی ورخلاص کړه، تعلیم د افغان او هر انسان له پاره یو حق دی. دا حق مه ترینه اخله.»
کرزي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په پاکستان او افغانستان کې چې څوک د ښوونځيو پر ضد اقدامات کوي هغه د سیمې له خلکو سره لوی خیانت ترسره کوي. همدا راز ولسمشر کرزي له قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې سمدستي سره را ټول شي او په کلیو اوبانډو کې بند ښوونځي پرانیزي. کرزي وویل: «دا کار [د ښوونځیو تړل] د سیمې له خلکو سره جفا ده. د دې خاورې له پاره باید ټول د هیواد مشران او قومي مخور سره را ټول شي او د هیواد د جوړولو له پاره ګامونه پورته کړي.»
د رپوټونه له مخې اوس هم د افغانستان په یو شمیر لیريو پرتو سیمو کې ډیر شمیر ښوونځي د بیلا بیلو لاملونو له کبله د زده کوونکو پر مخ تړلي پاتې دي.
«د افغانستان پوهنیز نظام د ودې په حال کې دی»
د افغانستان د پوهنی وزیر فاروق وردک، د شنبې په ورځ په کابل کې وویل چې سږ کال به شاوخوا ۱.۶ میلیونه ماشومان ښونځیو ته جذب شي. هغه زیاته کړه چې د همدې کال په پای کې به ۳۱۰۰۰۰ تنه زده کوونکي د افغانستان له ښوونځیو څخه فارغ شي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې په نوي کال کې به ۷۷۰۰۰۰ کسانو ته د سواد زده کړې کوروسنه په لاره واچول شي او د اسلامي زده کړو ۱۰۰ مرکزونو په گډون به څه نا څه ۶۴۶ تعلیمي موسسي هم جوړې شي. ښاغلي فاروق وویل چې په دې کال کې به همداراز د افغانستان په غرنیو سیمو کې ۹۰۰۰ کلیوالي ټولګي جوړ شي. د پوهنې د وزیر به خبره په ۱۳۹۲ کال کې به شاوخوا ۷۰ میلیونه کتابونه هم چاپ شي.