1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د طالبانو په وړاندي د متحده ایالاتو د دریځ هرکلی وکړ

۱۳۹۰ دی ۱۰, شنبه

افغان ولسمشر، حامد کرزي، د شنبې په ورځ د امریکایي چارواکو د هغو څرګندونو هرکلی وکړ چي پکښي ویل شوي ول چي طالبان د امریکا متحده ایالاتو دښمنان نه دي.

https://p.dw.com/p/13cJS
په وروستیو کي له طالبانو سره د سولي هلو ځلو زور اخیستی دئ
په وروستیو کي له طالبانو سره د سولي هلو ځلو زور اخیستی دئانځور: dapd

په روانه میلادي میاشت کې امریکایي لوړپوړي چارواکي، جو بایډن، له یوې مجلې سره په مرکه کې وویل چې که طالبان القاعدې ته پناه ور نه کړي نو متحده ایالاتو ته کوم ګواښ نه رامنځ ته کوي.

بایډن په داسې حال کې دغه خبرې کوي چې د رپورټونو له مخې متحده ایالات او ځیني نور غربي هیوادونه غواړي په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې یوې موافقې ته ورسیږي.

کرزي د شنبې په ورځ د افغانستان د ساینس اکادمۍ ته په خپله وینا کې وویل چي ډیر خوشحاله دئ چي متحده ایالات طالبان خپل دښمنان نه بولي. هغه زیاته کړه:

«موږ هیله لرو چې د متحده ایالاتو دغه پیغام به له افغانانو سره سولې او ثبات ته په رسیدو کې مرسته وکړي.»

تر دې مخکې یوه امریکایي چارواکي اسوشیتیډ پریس ته ویلي ول چې متحده ایالات غواړي له طالبانو سره په اروپا او د خلیج په هیوادونو کې خبرې اترې وکړي.

له طالبانو سره د خبرو اترو په بهیر کې د اعتماد د رامنځ ته کولو په موخه خو متحده ایالاتو او افغان حکومت طالبانو ته د یوه سیاسي دفتر له پرانستلو سره هم موافقه ښودلې ده.

د دې تر څنګ په دې باب هم خبرې رواني دي چې د طالبانو یو شمیر بنديان له ګوانتانامو څخه آزاد کړل شي چي د سولي خبرو اترو ته لاره اواره کړي. تر دې پخوا خو د کرزي ادارې اعلان کړی وو چې افغان حکومت په قطر کې د طالبانو ددفتر له رانستلو سره هم موافق دئ.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ ناټو د هلمند ولایت د درو ولسوالیو امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارلې. د دغه ولایت د والي په وینا په دغو سیمو کې د مارجې ولسوالۍ هم شامله ده.

د هلمند د ولایت د دریو ولسوالیو امنیتي چارې افغان ځواکونو ته د امنیت د لیږد د بهیر په دوهم پړاو کې ورسپارل شوي دي. د دغه بهیر په ترڅ کې به تر ۲۰۱۴ کال پورې د ټول افغانستان امنیتي چارې افغانانو ته وسپارلې شي او له دغه هیواد څخه به ټول بهرني جنګي ځواکونه ووځي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی