کرزي د بندیانو په اړه د امریکا نیوکې رد کړې
۱۳۹۲ بهمن ۲۵, جمعهافغان چارواکي د خپلو وگړو د آزادیدو پریکړه له قانون سره سمه بولي چې په وینا یې د متحده ایالاتو له بې بنسټه تورونو سره مخامخ شوي ول. د پنجشنبې په ورځ د بگرام له زندانه ۶۵ شکمن بندیان آزاد کړای شول. خو امریکا متحده ایالاتو دغه پریکړه د «ژورې اندیښنې» وړ یو گام بللی دی او ناټو چې له ۱۲ کلونو راهیسې په افغانستان کې پوځي عملیات پر مخ بیایي او د کرزي د حکومت ملاتړ کوي، دغه پریکړه د لوی شاتگ په توگه عنوان کړې ده.
افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ د ترکیې په پلازمینه انقره کې د دغه هیواد له ولسمشر عبدالله گل او د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره تر لیدنې کتنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «کله چی افغان قضایي ارگانونو د بندیانو د آزادیدو پرېکړه وکړي، نو دا د امریکا له پاره د اندیښنې وړ خبره نه ده. زه هیله لرم چې متحده ایالات د افغانستان قضایي طرزالعمل ته خنډ اچول او د قضایي ارگانونو ځورول ودروي. زه هیله لرم چې متحده ایالات د افغانستان بشپړ خپلواکمنۍ ته درناوی خوندي وساتي.»
د حامد کرزي حکومت له ډیر وخت راهیسې شکایت کوي چې بهرني ځواکونه پرته له قضایي بهیر څخه د شک په پر بنسټ افغانان بندیان کوي.
په یوه غیر عادي سخته خبر پاڼه کې په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ویلي دي چې ځینو آزداو شوو بندیانو افغان او امریکایي سرتیري وژلي دي او اوس د یو تازه خطر گواښ رامنځ ته کوي. دغه خبر پاڼه زیاتوي: «امریکایي او افغان ځواکونو د افغانستان د خلکو د حفاظت له پاره خپل ژوند په خطر کې اچولی دی. موږ څو وارې د کابل له حکومت څخه غوښتي دي چې د ننۍ آزادولو بالقوه وژنکو اغیزو په هکله فکر وکړي.» خبر پاڼه زیاتوي چې ښایي آزاد شوي بندیان خپل « جنايی چلند» له سره پیل کړي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماري هارف، پر کابل باندې غږ کړی دی چې دا خبره دې یقیني کړي چې آزاد شوي بندیان د تاوتریخوالي کوم عمل تر سره نه کړي او که چیرې په دغسې یو عمل لاس پوري کوي «نو په عاجله توگه باید د قانون منگولو ته وسپارل شي.»
ماري هارف یادونه وکړه چې «افغانستان یو خپلواکه هیواد دی. [کرزي] په دې هکله سمه خبره کړې ده. هغوی پخپله خپلې پریکړې کولای شي.»
خو ماري هاف، په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې دوی د دغه کسانو د آزادیدو له کبله د ائتلافي ځواکونو، افغان امنیتي ځواکونو او همداشان د ملکي افغانانو د ژوندانه په اړه انديښنه لري.
د متحده ایالاتو د کانگرس د وسلوالو ځواکونو د جرگه گۍ مشر او همداشان د ناټو عمومي منشي اندرز فوگ راسموسن هم د بندیانو د خوشې کولو په اړه اندیښنه ښوولې ده.