کرزي افغانانو ته د بگرام زندان سپارل وځنډول
۱۳۹۰ بهمن ۲۱, جمعهد ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې تر اوسه پوري د بگرام له زندان څخه کابو ۶۰۰ بندیان افغان چارواکو ته سپارل شوي دي خو افغانانو ته د دغه زندان د چارو د سپارلو له پاره یوه بله میاشت وخت هم ورکړل شوی دئ.
په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت ویاند مارک تورنبورگ، ویلي دي چې متحده ایالات غواړي چي په گډه له افغان دولت سره د واک د انتقال په اړه کار وکړي. خو هغه د دې خبر پخلی و نه کړ چې یوه میاشت وروسته به د بگرام د زاندان کنترول افغانانو ته وسپارل شي.
د بگرام په زندان کې په سونو تنه طالب اورپکي ساتل کیږي. د بشري حقونو ټولنو او ځینو پخوانیو زندانیانو ویلي دي چې د بگرام په زندان کي له ځینو بندیانو سره ناوړه چلند کیږي.
څیړونکي په دې آند دي چې کرزی ځکه د نوموړي زندان کنترول تر لاسه کول غواړي چې د طالبانو سره د خبرو اترو پر وخت قوي مؤقف ولري.
په همدي حال کي د ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوي بیانیه کې راغلي دي چې افغان ولسمشر په کاپیسا کې د ناټو بمبارۍ چې پکښې اته تنه ماشومان وژل شوي دي په کلکه غندلي دي.
نوموړي پیښه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په یوه کلي کې رامنځ ته شوي ده. د دغه پیښې په اړه پلټني پیل شوي دي.
بیانیه زیاتوي چې افغان ولسمشر د پیښې د څیړلو له پاره یو پلاوی ټاکلې دئ چې مشري ئې د ولسمشر مشاور حاجي محمد ظاهر، کوي. د دې سربیره په دغه پلاوي کې د ولسي جرگې او د یو شمیر وزارتونو استازي هم شامل دي.
په خپره شوي بیانیه کي راغلي دي: «ولسمشر حامد کرزي د کاپیسا له والي سره اړیکه نیولي ده او د پیښې په اړه ئې د نورو معلوماتو غوښتنه کړې ده. ولسمشر د تلیفون له لاري د غم ځپلو کورنیو سره هم خبري کړي دي او د پيښې په اړه ئې خپله ژوره خواشینۍ څرگنده کړې ده.»
د ناټو ځواکونو یو ویاند جیمز ویلیمز، پیښه منلي ده او ویلي ئې دي چې د ناټو گډ پلاوی د پیښې په اړه پلټنې تر سره کوي.
د ناټو له لوري په هوایي بریدونو کې د ملکي وگړو وژنه د حامد کرزي او د هغه د لویدیځوالو ملاتړو تر منځ یوه شخړه یزه موضوع ده.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش