1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرامپ کارنباور اروپا کې اصلاحات غواړي

۱۳۹۷ اسفند ۱۹, یکشنبه

د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند مشرې د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون د اصلاحاتو تر پلانونو وروسته خپله يوه طرحه هم معرفي کړې ده. هدف يې په اروپا کې د بيروکراسۍ کمول او انعطاف پذيري ده.

https://p.dw.com/p/3Ejis
Deutschland Politischer Aschermittwoch  l AKK CDU-Chefin Annegret Kramp-Karrenbauer
انځور: Imago

د فرانسې د ولسمشر، امانويل ماکرون تر پلانونو چې غواړي په اروپايي اتحاديه کې اصلاحات راولي يوه اوونۍ وروسته، اوس د آلمان د مسيحي دموکرات مشرې، انه ګرېت کرامپ کارنباور، د جواب په توګه خپل نظريات وړاندې کړي دي. د هغې په خبره اصلي هدف دا دی چې په اروپا کې د رفاه او شتمنۍ د ساتلو له پاره بايد د دغې ټولنې اساسات خوندي کړل شي. دغې سياستوالې د «وېلټ آم زونتاګ» په ورځپاڼه کې پېشنهاد کړی چې «د بانکونو له پاره دې يو مشترک داخلي بازار» جوړ شي. «په ورته وخت کې بايد په پر له پسې توګه د مسئوليت د اجرا د پاره د مراتبو سلسله رعايت شي، خپل مسئوليت درک او حقوقي مسئوليت ومنل شي.» هغې خبرداری هم ورکړ چې «اروپايي مرکزيت پالنه، د اروپا پلان شوی اقتصاد، د پورونو شراکت، د ټولنيزو نظامونو او حد اقل معاش اروپايي کول البته غلطه لاره ده.»

Plenarsaal des Europaparlaments in Straßburg
کرامپ کارنباور غواړي چې په شتراسبورګ کې د اروپايي پارلمان دويم مقر له منځه يوسيانځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

کرامپ کارنباور همداراز غواړي چې په شتراسبورګ کې د اروپايي پارلمان دويم مقر د منځه يوسي، چې د فرانسې له پاره يوه پاروونکې موضوع ده. د هغې په نظر بايد د اروپايي اتحاديې ماموران نور د عايداتو په سر له مالياتو څخه مستثنا هم نه شي. 

لا زيات مشترک بهرنی سياست

نوموړې د اروپایي ټولنې له پاره د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې دايمي چوکۍ هم وغوښته. د يورو زون يعنې د اروپايي ټولنې د ساحې له پاره د مشترکې بودجې تعيينول، چې د ماکرون د خوښې پروژه ده، کرامپ کارنباور په خپله مقاله کې ياد کړي نه دي. خو هغه د دې تصور کولای شي چې د څېړنو، انکشاف او ټکنالوژۍ په برخه کې د اروپايي ټولنې د پانګونو يوه بودجه ښايي رامنځ ته شي. ماکرون يو څو ورځې مخکې په يوه جذابه وينا کې په اروپايي ټولنه کې ژور اصلاحات غوښتي ول. هغه د پناه د يوې اروپايي ادارې وړانديز هم وکړ او داسې يو اروپايي اقليمي بانک يا صندوق يې وغوښت چې د چاپېريالي بدلون په ارتباط د اقداماتو تمويل بايد ورپه غاړه وي. د آلمان حکومت دغو مفکورو ته لومړی سوړ غبرګون ښودلی وو. ماکرون دغه اړتيا هم د دليل په توګه راوړې وه چې د می مياشتې په پای کې تر اروپايي انتخاباتو مخکې بايد د ملتپالو د تصوراتو په وړاندې يوه بديله طرحه ارائه شي. 
کرامپ کارنباور اوس په خپله مقاله کې دا هم ويلي دي چې عادي وګړي «د کډوالۍ، اقليمي بدلون، ترهګرۍ او نړيوالو کړکېچونو په برخه کې د عمل وړتيا او قابليت» نه ويني. خو ټينګار يې دا دی چې د اروپا د يو ځای کېدو او پرمختګ پلويان بايد «اوس په زړورتيا سره کار پيل کړي»، د دې پر ځای چې «د عوام پالو له شکايتونو» سره ځانونه بوخت وساتي.

Frankreich - Präsident Macron - Europa
د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون، هم په اروپا کې ژور اصلاحات غوښتي ديانځور: picture-alliance/AP/G. Vanden Wijngaert

د دې له پاره چې د اروپايي ټولنې له خوا د مهاجرت په برخه کې د ګډ سياست په سر له کلونو اوږدو بحثونو وروسته لږ پرمختګ راشي، کرامپ کارنباور غواړي چې د شېنګن د ساحې د بهرنيو سرحداتو په اوږدو کې بايد د دې کنترول وشي چې «آيا څوک د پناه مستحق دی، د کډوالۍ کوم مقام ښايي ولري يا دا چې د سفر کوم بل دليل موجود دی». د اروپايي اتحاديې هر غړی هېواد بايد د تېښتې د عواملو، د سرحدونو په ساتلو او د کډوالو په منلو کې خپله ونډه ارزيابي کړي. خو د کرامپ کارنباور په خبره «هر څومره زيات چې په يوه برخه کې کوم دولت فعاليت کوي، همغومره لږ يې بايد په نورو برخو کې د برخې اخيستلو ونډه وي.»