1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قرآن شريف د ختم پر سر شخړې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۲ فروردین ۲۱, دوشنبه

د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي چې په کاپيسا ولایت کې د قرآن کریم د ختم مراسمو د ترسره کیدو پر سر د دوو ډلو ترمینځ نښته شوې چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4Prtw
Karte Afghanistan Provinz Kapisa Englisch
انځور: DW

د کاپيسا ولايت د امنيې قومندانۍ وياند عبدالفتاح فايز د دوشنبې په ورځ وويل: »دغه پېښه تېره شپه شاوخوا اته بجې د نجراب ولسوالۍ په فيروزي سيمه کې رامنځته شوې ده.»

فایز زياته کړه: "د قران کريم د ختم د ترسره کیدو د څرنګوالي په اړه د سیمه ایزو خلګو دوو ډلو ترمنځ د لفظي شخړې په پايله کې جګړه او ډزې شوې چې له امله یې یو کس وژل شوې او څلور نور ټپیان شوي دي.»

په بلخ کې د يوې کورنۍ ۷ غړي په مرموز ډول وژل شوي دي

په هغه خبرپاڼه کې چې د پوليسو له خوا خپره شوې ده، ويل شوي دي چې په دې جګړه کې ټپيان شوي څلور کسان د درملنې په موخه د ولسوالۍ روغتون ته ليږدول شوي دي.

د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند زياته کړه: «له پېښې وروسته د وژل شوي ځوان پلار کله چې د خپل زوې د وژل کیدو په تړاو خبر شوو د زړه سکته یې وکړل او هغه هم ومړ.»

د دغې نښتې اصلي لامل لا تراوسه نه دى معلوم خو طالبانو ويلي چې د دغې پيښې په تور يې درې کسان نيولي دي.