کاوانا د امریکا د سترې محکمې د قاضي په توګه لوړه وکړه
۱۳۹۷ مهر ۱۵, یکشنبهد برت کاوانا د لوړی مراسم د شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې په ۶) د امریکا په ستره محکمه کې د بشپړې خاموشۍ په حال کې ترسره شول. خو د سترې محکمې ودانۍ مخې ته ډیر شمیر امریکایانو چې اکثره یې ښځې وې مظاهرې وکړې. په دې توګه دوی د دغه شخړیز قاضي پر ضد خپل مخالفت اعلان کړ.
د امریکا د سنا مجلس د ۴۸ مخالفو رايو په مقابل کې له ۵۰ مثبتو رایو سره په ستره محکمه کې د کاوانا غړيتوب تائید کړ. کاوانا ته د اعتماد رای ورکونې مخکې او د رای ګیرۍ په جریان کې شاوخوا ۲۰۰۰ امریکایانو د هغه پر ضد شعارونه ورکول. شاوخوا ۱۵۰ تنه مظاهره کونکي وتوانیدل چې د پولیسو له خوا جوړ شوی انساني زنځیر مات او د کانګرس ماڼۍ ته ننوځي او د رای ورکونې په بهیر کې د لنډو دمو (وقفو) سبب شي.
په غوسه شویو ښځو په وار وار سره د «ؤشرمیږه» شعارونه ورکول. د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس، له امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل څو هغه کسان چې د رای ورکونې د بهیر مخ ته خنډ جوړیږي د ودانۍ څخه وباسي. د دغو اعتراضونو په ترڅ کې په مجموعي ډول ۱۶۴ کسان نیول شوي دي.
د ترمپ له خوا مبارکي
د رای ورکونې بهیر تر بشپړیدو سمدستي وروسته د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په خپل تویتر کې د رایو د پایلو په هکله کانګرس ته مبارکي ورکړه. هغه د سنا د مجلس له خوا په ستره محکمه کې د برت کاوانا تائیدیدل ډیر په زړه پوری وبلل او وی لیکل چې ډیر ژر به په دغه بنسټ کې د هغه د غړيتوب سند لاسلیک کړي.
ترمپ وروسته تر دې د خپلو پلویانو په منځ کې د سنا د مجلس له خوا کاوانا ته د اعتماد د رای ورکړه د امریکا د «ملت او اساسي قانون» لویه بریا وبلله.
برت کاوانا د امریکا په ستره محکمه کې د قضاء د مقام د یوې تشې چوکۍ د ډکولو له پاره د ترمپ نوماند وو. ترمپ په دې وروستیو ورځو او اونیو کې له کاوانا څخه چې د جنسي ځورونې د تورونو له کبله تر ډیر سخت فشار لاندې وو، ټینګ ملاتړ کړی وو.
د عمر تر پایه قاضي
د امریکا په ستره محکمه کې د قاضي د پوست له پاره د کاوانا د تائید په برخه کې د جمهوريت غوښتونکو او دیموکراتانو تر منځ مناقشې په اونیو اونیو وخت ونیو. په دې موده کې دغه ۵۳ کلن قاضي د ښځو پر وړاندې د جنسي ځورونې د تورونو په مقابل کې مقاومت وکړ.
پر برت کاوانا د دریو ښځو له خوا د جنسي ځورونې تورونه لګول شوي دي چې د هغو له جملې څخه یوه هم د کالیفورنیا په شمال یوه پوهنتون کې د روانپيژندنې استاده کریستین بلازی فورد ده.
میرمن بلازي وایي چې ۳۶ کاله مخکې کله چې دوی دواړه محصلين ول، کاوانا د مستۍ او نشې په حال کې پرې د جنسي تیري هڅه کړې وه. خو کاوانا دغه ادعا بی بنسټه بللې. د امریکا په ستره محکمه کې چې نهه تنه قاضیان لري د دې مقام ترلاسه کول ډیره لویه خبره ده.
د دې محکمې قاضیان د عمر تر پایه پورې په خپل مقام کې باقي پاتې کیږي. د سترې محکمې د قاضي په توګه د کاوانا تائیدیدل په دې محکمه کې د محافظه پالو پله درنوي. دې مقام ته د کاوانا له راتګ سره د امریکا په ستره محکمه کې د لیبراله قاضیانو څلور کسيزه جبهه، د محافظه پاله قاضیانو د پنځه کسیزیزې جبهې په مقابل کې قرار نیسي.
دغه محافظه پاله اکثریت کولی شي په نږدې راتلونکي کې په دې اړه هم تصميم ونیسي چې آيا د امریکا جمهور ریئس دې ته اړ ايستل کېدای شي چې د محکمې پر وړاندې ځواب ووایي او که نه.