1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کانگو: د سرو زرو په کان کې درنه مرگ ژوبله

۱۳۹۸ آذر ۲۵, دوشنبه

په افريقايي هیواد کانګو کې ډير شمير کانونه شتون لری. زرګونه کارګران د مسو، سرو زرو او کوبالت په دغه کانونو کې کار کوي، چې دنده يې خطرناکه ده. په دې کانونو کې مدام مرګونې پيښې رامنځ ته کيږې.

https://p.dw.com/p/3Utox
Demokratische Republik Kongo Goldmine in Chudja
انځور: Getty Images/AFP/L. Healing

د کانګو هیواد د سرو زرو کان کې د کاريګرو د کار پر مهال ځمکه ښويدلې، چې کابو ۲۴ تنه انسانان په کي وژل شوي دي.

د آلمان خبري آژانس ډي پي ای بیا د ۳۰ کسانو د مړيني څخه خبره کوي. د مرکزي افريقا د دې هيواد په شمال ختيځ ایالت هاوت اويلي کې د معدن وزیر ديودونو اپاسا د آلمان خبري آژانس ته ویلي، چې په دغه پيښه کي د وژل شويو کسانو شميرکيدای شي نور هم لوړ شي. د فرانسې د خبري آژانس په حواله تر اوسه يوازې دوه کسان ژغورل شوي دي.

په سیمه کې سخت بارانونه د ځمکې د ښوېدو باعث شوي دي. د معدن وزيراپاسا وویل:«لا تر اوسه څرګنده نه ده، چې په کان کې څومره کسانو کار کوو.»

 کله چې د جمعي په ورځ  له یوګاندا سره نږدي سرحد کې د واتسا په کلي کې دغه پيښه رامنځ ته شوه، نو په دغه لېرې پرته سیمه کې ۱۷ متره تر ځمکې لاندې کاریګر د کان په کيندنه بوخت ول.له همدي کبله د ژغورنی عملې ونه شو کړای چې د پيښې ځاي ته ژر ځانونه ورسوي.

د کانګو ديموکراتيک جمهوريت په ځمکنيو زیرمو لکه مسو، سره زرو، کوبالتو او آلماسو بډايه هيواد دې. د دغه هيواد په کانونو کي مدام دا ډول ناوړه پيښې رامنځ ته کيږې. د بيلګې په توګه په کانګو کي په تيرو اونيو کې د سختو بارانونو له کبله ورته ناوړه پيښې رامنځ ته شوې. په بوکاوو کې د د سمبر مياشتې د ۷ او ۱۴ مې نيټې تر منځ د سختو بارانونو په پايله کې مرګونې پيښې ثبت شوي دي. په پلازمينه کنساشا کې د نومبر مياشتې په ۲۶ نيټه د شديد باران له کبله ۴۱ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړې وو.

په افريقاې هیواد کانګو کې ډير شمير کانونه شتون لری. په زرګونو کارګران په دغه د مسو،سروزرو او کوبالت کانونو کې کار کوي،چې دنده يې خطرناکه ده. مدام په کي مرګونې پيښې رامنځ ته کيږې.