1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا د ویشتل شوې الوتکې قربانیانو ته پیسې ورکوي

۱۳۹۸ دی ۲۸, شنبه

د کاناډا لومړي وزیر ویلي چې حکومت به یې په ایران کې د ویشتل شوې الوتکې کاناډايي اتباعو او د اقامې درلودونکو کسانو کورنیو ته ۲۵ زره کاناډايي ډالر ورکړي. هغه ویلي چې دا له دغو کورنیو سره د مرستې لومړی ګام دی.

https://p.dw.com/p/3WOwO
Kanada Premierminister Justin Trudeau
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Kilpatrick

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې په ۱۷مه نیټه) د کاناډا لومړي وزیر جستن ترودو، په ایران کې د ویشتل شوې الوتکې کاناډايي قربانیانو ته د مالي مرستې ورکولو اعلان وکړ. جستن ترودو وویل چې حکومت به یې د ویشتل شوې الوتکې کاناډايي اتباعو او هغو قربانایانو ته چې د کاناډا دایمې اقامې ولري، ۲۵ زره کاناډايي ډالر (شاوخوا ۱۹ زره امریکايي ډالر) ورکړي. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دغه څه د قربانیانو له کورنیو سره د جنازې او نورو اړوندو مراسمو په برخه کې لومړی ګام دی.

د کاناډا لومړي وزیر په دې هکله وویل: «دا پر ایران باندې د وضع شویو نړیوالو بندیزونو له کبله یو بې ساری او یواځینی وضعیت دی او هغه ستونزمن [وضعیت دی] چې [قرباني] کورنۍ ورسره مخ شوي دي.» تردو په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «زه غواړم واضح ووایم: موږ له ایرانه تمه لرو چې دغو کورنیو ته تاوان ورکړي. ما له دوی [د قربانیانو له کورنیو] سره ملاقات وکړ. دوی ډیر وخت انتظار نه شي کولی. دوی همدا اوس ملاتړ ته اړتیا لري.»

Kanada Premierminister Justin Trudeau
انځور: picture-alliance/empics/S. Kilpatrick

د روانې جنوري میاشتې په اتمه نیټه د ایران انقلابي ځواکونو له تهران ښار څخه د باندې یوه اوکرایني الوتکه په توغندیو وویشتله چې له کبله یې۱۷۶ تنه مسافرین ووژل شول. دغه الوتکه په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر دوو پوځي اډو باندې د ایران تر توغندويي بریدونو څو ساعتونه وروسته وویشتل شوه.

د کاناډا لومړي وزیر د یادو مرستو په هکله وویل: «دا د [قرباني شویو کورنیو] د ګڼ شمیر اړتیاو له پاره عاجلې مرستې دي. دا د ایران له لوري د هغه تاوان برخه ده چې موږ یې تمه لرو او دا چې باید دغه تاوان ورکړل شي.»

د ایران له لوري د ویشتل شوې الوتکې د ټولو ۱۷۶ مسافرینو له ډلې څخه ۵۷ تنه یې کاناډايي اتباع وو. چارواکو همدا راز ویلي چې د ټولو مسافرینو له ډلې څخه ۱۳۸ تنو یې غوښتل کاناډا ته ولاړ شي. په وژل شویو مسافرینو کې اوکرایني، ایراني، سویډني، بریتانیايي او افغان اتباع موجود وو.