1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا تر اوسه ۲۳۵۰۰ افغانان انتقال کړي

۱۴۰۱ آبان ۵, پنجشنبه

کاناډا د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال داکتوبر ۲۷) اعلان وکړ چې تر دې دمه یې څه باندې ۲۳ زرو ۵۰۰ افغانان په خپل هیواد کې منلي دي.

https://p.dw.com/p/4IkxS
Kanadische Soldaten in Afghanistan
انځور: AP

د کاناډا د مهاجرت وزیر شان فریزر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «کاناډا تر اوسه له ۲۳زرو ۵۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو هرکلی کړی دی. نن سهار دوه چارتر الوتکې چې افغان اتباع پکې وو په ټورنټو او ادمونتون کې کېناستې». فریزر په خپل ټویټ کې زیاته کړې چې کاناډا د ۲۰۲۳ کال تر پایه په ټوله کې۴۰ زره افغانان کاناډا ته انتقالوی.
نوموړي لیکلي: «موږ د ۴۰ زره  خلکو د بیا میشته کولو له پاره خپلو نه ستړې کیدونکو هڅو ته دوام ورکوو، او نوي راغلو ته (موږ وایو): کور ته ښه راغلاست!»
تېر کال رویټرز خبري اژانس د کاناډا د مهاجرت وزارت له قوله ویلي وو چې هېواد یې پلان لري تر ۲۰۲۴ کال پورې لږ تر لږه ۴۰ زره له خطر سره مخامخ افغانان په کاناډا کې ومني.
دا په داسې حال کې ده چې  په تاجېکستان، پاکستان او البانیا کې یو زیات شمېر افغان کډوال کاناډا ته د تللو په تمه دي او یو شمیر یې شکایت کوي چې قضیو ته یې رسیدګي نه کیږي.