کاغان او ناران: د پاکستان دوې ډېري مشهوري سیاحتي سیمي
کاغان او ناران: د پاکستان دوې ډېري مشهوري سیاحتي سیمي
د خیبر پښتونخوا طبیعي ښکلاء
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د زرګونو کلونو د لرغوني کلتوري آثارو هیڅ ډول کمی نه لیدل کیږي. ترڅنګ یي دغه سیمه د ښایسته درو، غرونو او منظرو له امله هم غني ده. په دې ایالت کې د کمرات، ناران، کاغان، سیدګئ جهیل، د سیف الملوک جهیل، آنسو جهیل، کنډول جهیل، پائ جهیل، سری جهیل، د پنجکوره سین او یو شمیر نور داسې ځایونه دي چې د سیلانیانو پام ځانته را اړوي.
د کاغان په زړه کې د کنهار سین
د کاغان درې ته د کاغان د کیسې له امله دغه نوم ورکړل شوی دی. له بالاکوټه تر نارانه پورې په ټوله لاره کې د کنهار سین د سړک په غاړه بهیږي. شاوخوا ځنګلونه او غرونه یو ډیر په زړه پوري انځور وړاندي کوي.
په ناران کې ویل کیدونکې ژبې پښتو، هندکو او اردو
د ناران ډیري اوسیدونکي په پښتو، هندکو او اردو ژبو خبرې کوي. ګڼو ځنګلونو او څړځایونو دې سیمې ته ځانګړې ښکلاء ور بخښلې ده. دا سیمه د پلازمېنې اسلام آباد څخه په موټر کې نږدې ۷ ساعته واټن لري.
د کاغان درې تر ټولو لوړه څوکه ملکه پربت
په ناران او کاغان سیمو کې تر ۱۷۰۰۰ فوټه لوړ غرونه موجود دي. په دوی کې مکړا چوټي یا مکړا غر او ملکه پربت تر ټولو ډیر مشهور دي. ملکه پربت چې د ملکې غر یي بولي دا د کاغان درې د غرونو لړۍ تر ټولو لوړه څوکه ده چې لوړالی یي ۵۳۳۴ مترو ته رسیږي.
کیوایې، پارس، شینو او نور ښایسته کلي
سيلانيان د ناران او کاغان درې د هغو د ښایسته منظرو، چينو، آبشارونو او جهیلونو له کبله ډیر خوښوي. د دې دوو درو د لارې په مسیر کې د کیوایې، پارس، شينو، جرید او مهانډې په څیر ډیر ښایسته کلي راځي چې ښکلاء یي لیدونکي په تعجب کې اچوي.
د ښار له ستړي کوونکې ژوند څخه لیرې د فطرت په غیږ کې
د پاکستان په ګډون د نړۍ په لویو ښارونو کې ښاري ژوند په ډیرې چټکې سره پر مخ ځي او ډیر زیات ستړی کوونکی هم وي. په داسې یو وضعیت کې ښاریان د جسماني سکون ترڅنګ د ذهني سکون ترلاسه کولو له پاره غریزو سیمو ته مخه کوي.
د رومانوي داستان سیف الملوک جهیل
د جهیل سیف الملوک د شهرت دلیل نه یوازې د دې سیمې ښکلاء، بلکې دې منطقې پورې اړوند د سیف الملوک داستان هم دی. د دې کیسې په حواله په دې سیمه کې له یوې شاپيرۍ سره د سیف الملوک په نامه د یوه ځوان د مينې کیسه پيل شوې وه. دا جهيل څه کم درې کیلومتره مربع ساحې کې موقعیت لري چې د پاکستان تر ټولو لوړ جهیل هم بلل کیږي.
د عملي اقداماتو کمښت
اوسني حکومت واک ته له رسیدلو سره سم د سیاحت سکتور د غړولو ډیرې ژمنې وکړې، د بیلګې په توګه پاکستان ته د تلونکو سیلانیانو له پاره د ویزې په برخه کې آسانتیا او هغوی ته د هر ډول نویو سهولتونو رامنځته کول. خو اوس هم په پاکستان کې داسې ډیر ښایسته ځایونه شته دي چې په نړیوالو معیارونو ورته پرمختګ نه دی ورکړل شوی.
د آسانتیاو نشتوالی
پاکستان ډیره طبیعي ښکلاء لري چې د هیواد د اقتصاد د پیاوړې کولو په برخه کې ترې ګټه پورته کیدلی شي، خو د سیلانیانو د تګ راتګ له پاره د اغیزمن او ډاډمن مواصلاتي او ترانسپورتي سیستم د نشتوالي له امله پاکستان د سیاحت له سکتور څخه لازمه ګټه نه شي پورته کولی.
د کشمیر د لارې په مسیر کې واقع دی
ناران ته د تلو له پاره د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر له ځینو برخو څخه هم باید سړی تیر شي. دا لاره د ايبټ آباد له مسیر څخه لنډه او ډیره زیاته ښایسته هم ده.
په ملي او سیمه ایزه کچه اقدامات
د کارپوهانو په خبره د سیاحت سکتور ته باید د اقتصادې عاید د یوې وسیلې په توګه وکتل شي، خو ترڅنګ یي باید چاپيریال ساتنه هم له پامه ونه غورځول شي. دې هدف ته د رسیدو له پاره په ملي او سیمه ایزه کچه باید اقدامات وشي.
د پاکستان شمالي برخه د داخلي او بهرنیو سیلانیانو له پاره په زړه هدف ګڼل کیږي. د خیبر پښتونخوا شمالي او ختیځو برخو طبیعي منظرې په خپل ځای کې ډیرې په زړه پورې دي. په دې انځوریز رپوټ کې تاسې د پاکستان د دوو مشهورو سیاحتي ځایونو سیل کولی شئ.