1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاریتاس د افغان مهاجرو د ایستلو مخالف دی

۱۳۹۶ آذر ۱۷, جمعه

د آلمان خیریه سازمان «کاریتاس» له دغه هیواد څخه د افغان مهاجرو له اخراج سره مخالفت کړی، حتي که «مجرم» هم وي. دغه سازمان وايي چې نه په افغانستان کې او نه هم په سوریه کې امن شته.

https://p.dw.com/p/2p0d7
Afghanistan afghanischen Flüchtlinge aus Deutschland sind in Kabul eingetroffen
انځور: DW/H. Sirat

یوازي یوه ورځ وروسته له هغې چې افغانستان ته یوه بله ډله افغان مهاجر بیرته واستول شول، د المان کلیسايي خیریه سازمان «کاریتاس» افغانستان او سورېې ته د مهاجرو له ایستلو سره مخالفت ښودلی دی.

د کاریتاس رئیس، پیترنیهر نن سهار (جمعه د ۲۰۱۷ کال د دسمبر اتمه) آلمانۍ راډیو «زویدویست فونک» ته په یوه مرکه کې وویل چې دا ډير «غیرمسوولانه» کار دی چې د جگړو او کړکیچنو سیمو ته په اخراج لاس پورې شي. هغه یادونه وکړه چې یوازي همدا تیر کال ۱۱ زره انسانان په افغانستان کې د نښتو او جگړو په ترڅ کې وژل شوي او ټپیان شوي دي. د جگړې د قربانیانو هر دریم يې ماشوم دی. هغه وویل چې د افغانستان ډیري سیمې امن نه لري.

د آلمان حکومت وايي چې په افغانستان کې ځینې سیمه شته چې کیدای شي مهاجر هلته واستول شي. د آلمان د ایالتونو د کورنیو چارو وزیرانو په یوه غونډه کې د افغانستان او سورېې په گډون د مهاجرو د اخراج پر موضوع بحثونه وشول. د هغوی د بحثونو غټه موضوع دا وه چې آیا سوریې ته هم مجرم مهاجر او یا هغه چې د آلمان امنیت ته گواښ پیدا کوي، بیرته وایستل شي که نه.

که څه هم د سوریايي مهاجرو د اخراج په هکله د ایالتونو وزیران کومې موافقې ته ونه رسیدل، هغوی په دې هکله سره همنظره دي چې د سوریې امنیتي وضعیت دي له سره و ارزول شي.

له آلمان څخه په لومړي سر کې د پلان له مخې د مجرم گڼل شوو مهاجرو اخراج ته په کتو سره د کاریتاس رئیس ټینگار وکړ چې حتی د هغوی (مجرم مهاجرو) حقوق هم باید خوندي وساتل شي. پیتر نیهر وايي: «لومړی درجه او یا دوهم درجه انسانان وجود نه لري او نه هم دوهمه درجه بشري حقوق وجود لري.» هغه زیاته کړه، کله چې د مهاجرو په اصلي هیوادونو کي امنیتي وضعیت اجازه ورنه کړی چې هغوی هلته واستول شي، نو باید هم هیڅوک اخراج نه کړای شي.

کاریتاس په دې نظر دی: هغه څوک چې په آلمان کې د قانون خلاف عمل وکړي، هغه باید له قانون سره سم په آلمان کې ورسره چلند وشي نه په بل هیواد کې.

د کاریتاس د رئیس په نظر په آلمان کې مهاجرو ته ځای ورکولو او یا د هغوی د کورنیو د راغوښتلو په هکله روان بحثونه د آلمان د خلکو په مینځ کې د سختو ناباوریو سبب گرځي. هغه وویل چې سیاستوالو ته لازمه ده چې د «دغې موضوع تر شا موضوع»، یعني د راتلونکي او د ښه ژوند د شرایطو په هکله د ډيرو خلکو د احساس وړ ناباوري او ویره باید حل او فصل شي.

dpa,epd(B.H/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: