1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوه: پر اسلام د تنقيد په نوم له مسلمانانو کرکه کيږي

۱۳۹۹ مهر ۲۱, دوشنبه

کله چي سياستوال په آلمان کي له «مسيحي یهودي غرب» څخه خبره کوي، نو ښايي نيت يې ښه وي، خو دا د مسلمانانو و څنډي ته کولو معنی هم ورکوي.

https://p.dw.com/p/3joEa
Historiker Wolfgang Benz
انځور: picture-alliance/dpa/T. Brakemeier

آلمانی تاريخپوه ولفګانګ بېنز (انځور) وايي چي کله چي سياستوال د «مسيحي يهودي لوېديځ» اصطلاح کاروي نو ښايي د هغوی نيت ښه وي، د هغه په وينا خو دغه د حقيقت سره هيڅ تړاو نه لري. د دغه کارپوه په وينا دغه اصطلاح د داسي کسانو له خوا اختراع سوې ده چي مقصد يې د مسلمانانو څنډي ته کول دي.

ولفګانګ بېنز وايي چي په آلمان کي د اقليت په تړاو مباحثو کي زيات شمېر د ژبي درغلۍ موجودي دي. دغه ۷۹ کلن د آلمان خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي چي اصطلاحات لکه «پر اسلام تنقيد» او «مسيحي يهودي غرب» له يادو درغليو او تېرايستنو څخه دوې بيلګي دي. په برلين کي د يهوديت ضد افکارو په تړاو د څېړنيز مرکز دغه پخواني رئيس ټينګار کړی: «د مسيحي يهودي غرب اصطلاح په بشپړه توګه ناسمه کلمه ده.» 

د بېنز په وينا دغه کلمه د دې له پاره اختراع سوې ده چي مسلمانان حاشيې ته کړل سي. د دغه کارپوه په وينا له تاريخي نظره «دا يو رخشند او بې شرمي ده، کله چي نن داسي تمثيل کيږي لکه دا چي يو متحد څيز وي.» د دغه کارپوه په وينا حقيقت دا دی چي لوېديځ ۲۰۰۰ کاله پرله پسې د امکان تر حده د يهوديانو له پاره د وضعيت د خرابولو کوښښ کړی دی. بېنز په دې ترڅ کي د بيلګو په توګه صليبي جنګونه، پروګرام (د انسانانو د يوې ډلې پر ضد د تاوتريخوالي عمل) او له حقونو څخه د يهوديانو بې برخه کول ياد کړي دي.

بېنز پر دې تنقيد کوي چي سياستوال «دا ډول اصطلاحات کاروي او بيا نور د هغوی نقل کوي.» د دغه کارپوه په وينا «له يهوديانو سره ضديت» په اصطلاح کي هم ناڅرګندوالی زيات سوی دی.

د آلمان کار او روزګار له پاره د آلمان د پخواني وزير ناربېرت بليوم د يو نقل قول په هکله بېنز ويلي: «کله چي يو سياستوال چي اوس مړ سوی ادعا وکړه چي اسرائيليان د فلسطينيانو په وړاندي له منځه وړنې جګړه پر مخ بيايي نو دا د يهوديانو ضد يوه ادعا وه.» د هغه په وينا که يو څوک ووايي «چي په اسرائيل کي د اوسېدونکو ټولو انسانانو حقونه په هر لحاظ برابر دي» نو دا بيا له يهوديانو سره هيڅ ضديت نه دی.

د کارپوه بېنز په وينا د اسلام پر وړاندي تنقيد هم له يهوديانو سره د ضديت په شان عمل دی. د هغه په وينا د «پر اسلام تنقيد» اصطلاح شاته د مسلمانانو پر وړاندي د ضديت افکار پټ وي. بېنز زياته کړې چي هغه کسان چي ځان د اسلام د منتقدينو په توګه معرفي کوي، که څه چي ادعا کوي چي د مسلمانانو ضد نه دي، بلکي له اسلام څخه يې ښه نه راځي، خو هغوی «په مجموع کي له مسلمانانو څخه يو ډول کرکه لري».

د ولفګانګ بېنز يو کتاب «له ختيځ څخه دښمنان، له مسلمانانو څخه بيره زموږ ديموکراسۍ ته ولي ګواښ پېښ دی؟» تر عنوان لاندي خپور سو. دغه کارپوه په ياد کتاب کي دا ادعا کړې چي هغه کسان چي ځانونه «پر اسلام تنقيد کوونکي» بولي، په اصل کي هغه د ۱۸مي او ۱۹ مي عيسوي پېړۍ هغه ميتود په کار اچوي چي په مرسته يې يهوديان د ټولنې څنډي ته کېدل او ورته رد و بد ويل کيدل. د بېنز د دغه استدلال په وړاندي زيات منفي او په همدې شان مثبت تنقيدونه وسول.

دغه کارپوه وايي چي پر ده انتقاد کوونکو ويل چي «بېنز يهوديان او مسلمانان سره پرتله کوي چي دا هيڅ د کولو کار نه دی». د بېنز په وينا هغه دغه پرتلنه نه ده کړې، بلکي ورته په زړه پوري موضوع او پوښتنه دا وه چي «د دغه اکثريت څخه يوه برخه ولي د سينتي، روما، مسلمانانو يا يهوديانو د حاشيې ته کولو کوښښ کوي.» د هغه په وينا اصلي مقصد يې د دې پوښتني جواب موندل و چي مخکي له مخکي قضاوتونه په يوه اکثريتي ټولنه کي څنګه رامنځته کيږي.

بېنز ويلي دي چي په دې ډاډه دی چي د اقليت پر وړاندي د ضديت لامل لږکي نه دي. د هغه په وينا د دغه ضديت اصلي لامل «په اذهانو کي د اقليت ناسم انځور» دی.

بېنز وايي چي ممکن د آلمان په ځينو ښاري ناحيو کي محافظه کاره مسلمانان کوښښ کوي چي نور کسان هم د ژوند په يو ځانګړي طرز مکلف کړي، خو د هغه په وينا که دغه ستونزه په فرانسه کي وي که په آلمان کي «ورته اړين قانوني چوکاټ، د کورنيو چارو وزارت او پوليس» سته.

د بېنز په وينا دی په دې آند دی چي د لږکيو پر وړاندي قضاوتونه «له هغي بيري څخه رامنځ ته کيږي چي په ترڅ کي يې انسانان فکر وکړي چي ګواکي شاوخوا يې دښمنان دي». د دغه کارپوه په وينا د آلمان د AfD ګوند استدلال ښيي چي هغوی د غيرمنطقي مقاصدو له پاره بيره خپروي.

ا.ک. ډي پي اې/ا.ا./ن.ز.