1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل:د نشه يي توکو په مخنيوي کي همکاري غواړو

۱۳۹۱ آذر ۲۱, سه‌شنبه

د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت چارواکې وايي، چي د نشه يي موادو پر وړاندي مبارزه یوازي د افغانستان مسئولیت نه، بلکي د سیمي هېوادونو ترڅنګ د نړېوالي ټولني مسئولیت هم دی.

https://p.dw.com/p/16zgu
انځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲کال د دسمبر۱۰) د نشه يي موادو پر ضد سیمه ییزه مبارزه تر نوم لاندي یوه درې ورځنۍ غونډه رابللې ده، چي د سیمي په کچه د نشه يي موادو پر وړاندي د مبارزې پرعملي لارو چارو باندي خبري اتري وشي.

د افغانستان په کوربتوب په دې غونډه کې د پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، قرغیزستان او ترکمنستان هېوادونو استازي ګډون لري.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالیسۍ او همغږۍ معین هارون رشید شیرزاد وویل، چي په دې غونډه کې به سیمه ییز هېوادونه له نشه يي موادو سره اغېزمني مبارزې ته وهڅول شي.

خو دی وايي سره له دې چې د نشه يي مواد و پر وړاندي مبارزه سیمه ییز او نړېوال اړخ لري بیا هم ځیني هېوادونه په دې برخه کې د پام وړ همکاري نه کوي:

«په افغانستان کې یوه قطره کېمیاوي مواد هم نه تولیدیږي، دا ټول له دغو هېوادونو څخه افغانستان ته داخلیږي او دلته تریاک په مورفینو او هیروینو پروسس کوي، نو ځکه موږ له دوی څخه د جدي او عملي ګامونو غوښتونکي یو چې ځینو هېوادونو عملي ګامونه پورته کړي او ځیني هېوادونه بیا کومه لاسته راوړنه نه لري.»

په افغانستان کي ورځ تر بلي د په نشو اخته کسانو شمېر ډيريږي.
په افغانستان کي ورځ تر بلي د په نشو اخته کسانو شمېر ډيريږي.انځور: AP

د یوې سروې له مخي د افغانستان په هلمند، کندهار، روزګان او فراه ولایتونو کې اوس هم په ۹۰ سلنه کرنیزه ځمکه کي کوکنار کرل کیږي، خو افغان چارواکې وايي، چي د نشه يي موادو د کر او تولید ترڅنګ د هغوی له پاره د خرڅلاو بازار هم ترټولو ستره ستونزه ده چې رېښې یې له افغانستانه دباندي په نورو هېوادونو کې دي.

دمګړۍ د سیمي په کچه په نشه يي موادو د اخته کسانو شمېر نزدې۱۰میلیونه کسانو ته رسیږي چې له هغې ډلې تر یو میلیون زیات یې په افغانستان کې دي.

د چارو یو شمېر کتونکي افغان حکومت په افغانستان کې د نشه يي موادو د کر او تولید د مخنیوي ترڅنګ د هغوی د مصرفولو په مخنیوي کې هم پاته ګڼي.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د روان پېژندني پوهنځی استاد شرف الدین عظیمي دويچه ویله ته وویل، چي په هېواد کې په نشه يي موادو د اخته کسانو په شمېر کې ورځ تر بلي زیاتوالی راځي.

د ښاغلي عظیمي په وینا تر ټولو مهمه مسله اوس په نشو د اخته کسانو درملنه ده چې چارواکې په دې برخه کې یو ځانګړی او اغېزمن پلان نه لري:

«کله چي په نشو اخته کسان اروايي روغتونونو ته وروړل کیږي نو هغوی وايي چې موږ بستر نه لرو یا امکانات نه لرو نو ځکه دغه بې چاره ګان تر پلونو لاندي او واټونو کي مري.»

خو له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت معین هارون رشید شیرزاد وايي: «دوکاله مخکي مو له ۱ میلیون په نشو اخته کسانو له ډلي څخه یوازي د ۲،۶ سلنه کسانو له پاره د درملنې خدمتونه برابرول خو اوس یې دا کچه ۵،۹ سلنه ته لوړه کړې ده.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې افغانستان اوس هم د نړۍ په کچه د نشه يي موادو ترټولو ستر تولېدونکی هېواد بلل کیږي.

د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت او د ملګرو ملتونو د نشه يي موادو او جرمونو پر وړاندي د مبارزې ادارې د یوې ګډي سروې له مخې، سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو په کرکیله کې نزدې ۱۸سلنه زیاتوالی راغلی دی.

محمد اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل