1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د موټر چلولو پر مهال د لاسي تليفون کارول بند سول

۱۳۹۰ مهر ۱۰, یکشنبه

افغان دولت په يوه بې ساري اقدام کي موټر چلونکو ته خبر ورکړی، چي پس له دې نسي کولای د موټر چلولو پر مهال د ګرځنده ټليفون څخه کار واخلي.دا په داسي حال کي ده، چي د هري ورځي په تيريدو د ترافيکي پيښو په شمير کي زياتوالی راځي.

https://p.dw.com/p/12kY5
انځور: dpa - Bildfunk

د کابل– کندهار پر لويه لاره څو ورستيو پږنونکو ترافيکي پيښو ته په کتو سره، د ترافيک پوليسو دا موندلې، چي ډيری دغه پيښي د موټر چلونکو له بې احتياطۍ او هغه هم په يوه لاس د موټر د شترينګ او په بل لاس د موبايل ټليفون د غوږۍ د نيولو له امله رامنځ ته سوي دي.

په دغو پيښو کي په لسګونو مساپر مړه او ژوبل سوي ول.

د کابل د ترافيک پوليسو مشر جنرال نورالدين وايي، دوی ټولو موټر چلونکو ته ويلي، چي پس له دې د موټر د چلوني پرمهال نه سي کولای د موبايل غوږۍ غوږ ته ونيسي، ځکه چي دا کار د ترافيکي پيښو د رامنځ ته کيدولامل ګرځي.

د ترافيک پوليسو دغه جنرال وايي، که چيري سرغړونکي وليدل سي ورسره به قانوني چلند وسي.

که څه هم په افغانستان کي ډيری موټر چلونکي د موټر چلوني قانوني جواز، چي لايسنس ورته ويل کيږي نه لري دا به ډيره ګرانه وي، چي د ترافيکو پوليس وکړای سي په درست هيواد کي دا قانون پلي کړي.

خو د کابل د  ترافيک پوليسو لوي مدير ډاډمن دی، چي دا لړۍ به پلي کيږي او که چيري سرغړونکي وليدل سي، دوه ځله به ورته شفاعي اخطار ورکول کيږي او دريم ځل به په نغدي توګه جريمه کيږي او که بيا هم سرغړونه تکرارسي د موټر چلوني جواز به ترينه اخيستل کيږي او سرغړونکي به د پوښتنو ګرويږنو لپاره قانوني مراجعو ته سپارل کيږي.

دا لومړی ځل دی، چي په افغانستان کي د موټر چلونکو لپاره دغسي قانون وضع کيږي په داسي حال کي چي د نړۍ په ډيرو ملکونو کي لا پخوا پلي سوی دی.

د ترافيکو مديريت شميري ښيي چي په تير يوه کال کي شاوخوا ۱۳۰۰ انسانان د ترافيکو پيښو له امله مړه سوي او په زرګونو نور ژوبل دي، چي ډيری يې يا معيوب سوي او يا هم د ټول عمر لپاره نور روغ انسانان نه دي.

د کابل د ترافيکو د مديريت دغه ګام اوس د ښاريانو له پراخ هرکلي سره مخ سوی دی.

ډيری کابل ښاريان په دې باور دي چي که دغه قانون په سمه توګه پلي سي له يوه لوري به د ترافيکي پيښو ګراف را ټيټ سي او له بل لوري به په ښار کي د موټرو ګڼه ګوڼه هم کمه سي.

ځکه چي، ډيری موټرچلونکي د موټر د چلولو پرمهال په ټليفون کي هم خبري کوي، چي دا کار د هغوی د حواس د پاشلو لامل کيږي او هيڅ راز ترافيکي قوانين په پام کي نه نيسي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل