کابل: د لاسي بمونو چاودنې پنځه تنه ټپيان کړي
۱۳۹۸ آبان ۲۷, دوشنبهد افغانستان د کورنیو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي، لومړی وويل چې ځانمرگو بريد کوونکو دوه پرله پسې چاودنې کړي دي خو وروسته یې روښانه کړه چې دغه چاودنې د يو شمير لاسي بمونو په نتیجه کې رامنځته شوي دي.
د بريد پړه لا سملاسي چا نه ده منلې. دغه لاسي بمونو د کابل په ختیځ کې د پراته نظامي روزنيز مرکز په دروازه کې د سهار په اووه نيمو بجو په داسې وخت کې وچاودل چې تازه جلب شوي عسکر دغه روزنيز مرکز ته د داخليدو په حال کې ول.
طالب او داعش جنگيالي دواړه وخت په وخت په کابل کې افغان امنيتي ځواکونه او حکومتي چارواکي په نخښه کوي. د دوشنبې د ورځې دا بريد په کابل کې د تر هغه بريد يوازې یو څو ورځې وروسته شوی چې د څو ماشومانو په گډون یې ۱۲ انسانان ووژل.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، تیره اوونۍ د دريو لوړ پوړو طالب بنديانو د آزادولو اعلان کړی وو خو بيا وروسته د دغو بنديانو تبادله وځنډيدله.
bs/mq (AP)