کابل: بهرنۍ کمپنۍ له مالياتو ځان باسي
۱۳۹۱ دی ۴, دوشنبهتر دې مخکې ولسمشر کرزي هم ویلي ول، چې بهرنيان په افغانستان کې په فساد کې ښکیل دي.
په افغانستان کې د بهرنیو شرکتونو له خوا د مالیاتو د نه ورکولو خبره د لومړي ځل له پاره د شنبې په ورځ په یوه افغاني تلویزیون کې رابرسیره شوه. وروسته بیا د افغانستان د مالیې وزارت لوړپوړو چارواکو هم د دغې خبر پخلی وکړ.
د افغانستان د مالیې وزارت ویاند وحیدالله توحیدي، په کابل کې د آلمان خبري آژانس ته وویل چې داسي بهرنۍ کمپنۍ چې د امنیت، لوجیستک، مواصلاتو او رسنیو په برخه کې کار کوي، د مالیاتو له وروکولو څخه تښتي.
په هغه تلویزیوني راپور کې چې لومړی يې دغه خبره رابرسیره کړې ده راغلي دي چې افغانستان له دې کبله تر اوسه پورې۷۰ میلیونه ډالر تاوان کړی دی. راپور زیاته کړې ده چې شاوخوا ۱۵ بهرنۍ کمپنۍ چې د هغوی په ډله کې ۱۱ یې لوجیستکي دي او له ناټو سره کار کوي د افغانستان د مالیاتو قوانین تر پښو لاندې کوي.
د افغانستان د مالیې وزارت ویلي دي چې دغه شرکتونه د دیپلوماتیکو کړیو او ناټو په زور، پخپل وړاندې د قانوني کاروایي مخه نیسي.
کابل بهرنیان ګرم بلي
دا په داسې حال کې چې د شنبې په ورځ ولسمشر کرزي، د اداري فساد پر ضد په یوه جوړه شوې غونډه کې وینا وکړه او ویویل چې بهرنیان په لویه کچه د افغانستان په اداري فساد کې ونده لري.
کرزي ادعا وکړه چې په افغان حکومت کې د فساد کچه کښته ده. هغه په خپلو خبرو کي زیاته کړه: «د فساد لویه کچه چې سونه میلیوه یورو پکښې شاملي دي، موږ نه تر سره کوو... دغه فساد پر موږ تپل شوی دی.»
کرزي وویل چې فساد په هغو قراردادونو او معاملو کې موجود دی چې بهرنیان ئې د دولت غړو او یا هم هغوی خپلو خپلوانو ته ورکوي.
ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې وویل چې «د ملګرو ملتونو د تریاکو اداره» او نړیواله ټولنه په افغانستان کې «ظاهري کوښښونه کوي». افغان ولسمشر زیاته کړه چې که څه په افغانستان کې ډیرې پیسې لګیدلې دي او ډیر شمیر بهرني سرتیري میشت دي بیا هم په تېرو لسو کلونو کې په دې هیواد کې د کوکنارو د کښت کچه لوړه شوې ده.
ولسمشر کرزي په دې سره یو ځل بیا پر «بهرنيانو» باندي نیوکه وکړه چې په افغانستان کې د اداري فساد او کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په موخه ریښتنې مبارزه نه کوي. هغه د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه: «ایا تریاکو ته په نړۍ کې ضرورت ډیر شو او که نور لاسونه ول چې له یوې خوا یې اعلان کاوه چې [په افغانستان کې] د تاریاکو پر خلاف کار کوي او له بلې خوا یې تریاک ډیرول. فساد هم په همدې ډول ډیر شو. افغانستان باید ډیر احتیاط وکړي.»
مسعود جهش (دویچه ویله)
نجیب الله زیارمل