ښځينه ستوري چي تر ۴۰ کلنۍ وروسته مېندي سوې
زيات شمېر ښځينه هنرمنداني د خپل هنري ژوند له کبله نه سي کولای چي وختي ماشوم وزېږوي. په دغه انځوريز البوم کي لس هغه نامتو مېرمني درپېژنو چي تر ۴۰ کلنۍ وروسته يې ماشومان زېږولي دي.
اوما تورمن، امريکايي ايکټره
اوما تورمن چي تر مخه يې لا دوه ماشومان درلودل، په ۴۱ کلنۍ يې بل ماشوم نړۍ ته راوړ.
کيم باسينګر، امريکايي ايکټره
کيم باسينګر په ۴۱ کلنۍ د خپل مېړه او ايکټر الېک بالدوين څخه خپله لور آيرلند اليسه بالدوين نړۍ ته راوړه.
مونيکا بالوچي، اېټالوۍ ايکټره
اېټالوۍ ايکټره چي په زياته په جيمزبونډ فلم کي د خپل رول له کبله ډېره پېژندل سوې، په ۲۰۱۰ کال يې د ۴۵ کلنۍ په عمر خپله لور نړۍ ته راوړه.
کارلا بروني سارکوزي، ماډله او مخکنۍ لومړۍ مېرمنه
د فرانسې د پخواني ولسمشر نيکولاس سارکوزي مېرمنه کارلا بروني سارکوزي چي پخوا ماډله وه، په ۴۳ کلنۍ يې په ۲۰۱۱ کال خپله لور ګيليا نړۍ ته راوړه.
ماريا کېري، امريکايي سندرغاړې
د ماريا کېري په هکله ويل کيږي چي بېساری ږغ لري. دغې امريکايي سندرغاړې په ۲۰۱۱ کال په ۴۰ کلنۍ د خپل مېړه نيک کېنن (انځور) څخه لومړی ماشوم وزېږوئ.
ګينا ډېويس، امريکايي ايکټره
ګينا ډيويس د ۴۶ کالو وه چي د لومړي ځل له پاره حامله داره سوه. هغه ۴۸ کلنه وه کله چي يې دوه غبرګولي وزېږول او پّ دې توګه يې د ماشومانو شمېر درې سو.
اېفا ايفانګاليستا، کاناډايي مآډله
نامتو کاناډايي ماډلې ايفا ايفانګاليستا په ۴۱ کلنۍ ماشوم وزېږوی. د دغه ماشوم پلار بډای تجار فرانسوا هېنري پينو ؤ.
سلما هايک، مکسيکنۍ امريکايي ايکټره
سلما هايک ۴۱ کلنه وه چي خپله لور والنتينا پالوما يې وزېږوله.
نيکول کيډمن، امريکايي ايکټره
نيکول کيډمن ۴۴ کلنه وه، کله چي يې خپله لور سنډې روز د خپل سړي کايت اوربان څخه نړۍ ته راوړه.
کارولين فون موناکو، د موناکو شهزادګۍ
د هانوور او موناکو شهزادګۍ کارولين ۴۰ کلنه وه، چي خپله لور اليکزاندرا يې وزېږوله.