1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

«ښایي د افغانستان ۹۰ سلنه روغتیایي مرکزونه وتړل شي»

۱۴۰۰ دی ۱۸, شنبه

د ژغورنې نړیواله کمیټه روان  ۲۰۲۲م کال کې په افغانستان کې د بشري ناورین د سختیدو خبرداری ورکوي. کمېټه وایي چې د دغه هېواد ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونه به وتړل شي او میلیونونه خلک به له لومړنیو روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.

https://p.dw.com/p/45I8x
Afghanistan | Coronavirus | Hospital in Kabul
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ ۷) په افغانستان کې د روان کال د بشري ناورین د ډیریدو خبرداری ورکړی. دغه کمېټه وایي وروسته له هغې چې طالبان واک ته ورسېدل او مرستندویه هېوادونو خپلې مرستې بندې او د افغانستان مالي زیرمې یې کنګل کړې، په افغانستان کې د پیسو کمښت د دې لامل شوی چې د خوراکي توکو او درملو بیې په بې ساري ډول لوړې شي.

دغه کمیټه وایي چې د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي بې وزله دي او ښايي دغه هېواد د ۲۰۲۲ کال تر نيمايي پورې په نړيواله کچه د یوې بې مخینې بې وزلۍ شاهد وي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې موندنې ښيي چې په افغانستان کې روغتیايي سیستم او نور بنسټیز خدمات د سقوط په حال کې دي. راپور زیاتوي چې په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان د ملکي کارکوونکو، په ځانګړې توګه د روغتیايي کارکوونکو او ښوونکو د معاشونو د ورکړې لپاره پر بهرنیو مرستو تکیه کړې وه.

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې په وینا، د پخواني حکومت د عامه لګښتونو ۷۵ سلنه په بهرنیو منابعو پورې تړلې وه، په ځانګړې توګه ۳۰ میلیونه افغانان د نړیوال بانک د پروګرام له لارې په روغتیايي خدمتونو متکي وو. اوس اټکل کیږي چې د افغانستان له ۹۰ سلنې څخه زیات روغتیايي مرکزونه به وتړل شي چې له کبله به یې په ميليونونه خلک له لومړنيو روغتيايي خدمتونو محروم شي.

ولې په خوست کې یو شمېر کلینیکونه او درملتونونه تړل کيږي؟

دغه کمیټه خبرداری ورکوي چې د افغانستان تر اقتصادي سقوط او تر وچکالۍ وروسته به په افغانستان کې د لوږې بې ساری بحران رامنځته کېږي. د دغه سازمان په خبره د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې به د افغانستان ۵۵ سلنه نفوس د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي، چې نهه میلیونه به یې بیخي په بد حالت کې وي.

افغانستان کې لسګونه ماشومان د لوږې له کبله مړه شوي

راپور وايي، سږکال به د خوراکي توکو کمښت لاپسې ډیر شي ځکه چې هېواد د خوراکي توکو له کمښت، د خوراکي توکو د بيو د چټکې لوړېدو او دوامداره وچکالۍ سره مخ دی.

د دې راپور په یوه برخه کې د ژغورنې نړیواله کمېټه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ژوند وضعیت ته هم اشاره کړې او په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو ژوند کړکېچن بللی. دغه سازمان ویلي چې اوس په افغانستان کې ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي، د کم عمره ودونو او ناوړه استفادې له ګواښ سره مخ دي.

راپور ټینګار کوي چې د ښځینه مرستندویه کارکونکو په اړه هر ډول ملي یا محلي محدودیتونه هم د بشري مرستو بهیر له خطر سره مخامخ کوي.

ملګرو ملتونو افغان روغتيايي کارکوونکو ته معاشونه ورکړي

په افغانستان کې د طالبانو لا واکمنیدو وروسته په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې ډېر محدودیتونه وضع شوي دي. ښځې او نجونې په دولتي ادارو کې له کار او همدا راز له زده کړو بې برخې دي.

د ژغورنې نړیواله کمیټه دغه راز د اسلامي دولت ډلې یا داعش له خوا د نا امنیو د زیاتیدو او احتمالي بریدونو خبرداری ورکوي. د راپور له مخې، وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، داعش یا د اسلامي دولت ډلې په هېواد کې د خپلو بریدونو د پراخولو هڅه وکړه او دا ډله د افغانستان لپاره یو جدي امنیتي ګواښ دی.