1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ژور خفگان څه ته وايي؟

۱۳۹۷ آذر ۷, چهارشنبه

په نړۍ کې کابو هر انسان کله خفه وي، کله پر خپل حالت خوښ نه وي او کله د هيڅ شي د کولو حوصله نه لري، خو که دغه حالت دوام پيدا کړي نو بيا د ژور خفگان خبره کیږي. د ژور خفگان په اړه نور معلومات دلته لوستلی شئ:

https://p.dw.com/p/393Vk
Symbolbild Mann Trauer
انځور: hikrcn/Fotolia

د ژور خفگان تشخيص څرنگه کولی شو؟

ژور خفگان د نورمالې خلق تنگۍ څخه په ډېر واضح توگه بيلولی شو. د ژور خفگان مهمې علامې زړه تنگي، سستي او د ليوالتيا او خوښۍ کميدل دي او کله چې دغه علايم دوې اوونۍ دومداره پاته شي. د دې ترڅنگ په نورو علايمو کې یې د خوب او اشتها خرابيدل، د وزن بايلل او همداراز د تمرکز کمروزي کيدل شامل دي.

په ژور خفگان اخته کس تل ځان مجرم او بې ازرښته احساسوي، د جنسي اړيکو میلان یې کميږي او د مرگ په اړه فکرونه کوي. همدا راز په فزيکي علايمو کې یې د معدې او کولمو ناروغۍ، سرگرداني او د بدن د بیلابیلو برخو دردونه شامل دي.

ژور خفگان څرنگه پېدا کيږي؟

د دې پوښتنې دقيق ځواب تر نن ورځې پورې نه دی موندل شوی. کارپوهان په دې آند دي چې بيالوژيکي او رواني فکتورونه، د انسان شخصي وضعيت او په ژوند کې یې ځانگړي پيښې هغه څه دي چې د يوه انسان پر روح او روان اغیز کوي او ځیني انسانان د دې ټولو فکتورونو د گډو اغیزو په نتیجه کې په دې مرض اخته کيږي.

د خطر کوم عوامل موجود دي؟

د مثال په توگه په ماشومتوب کې له ډېرو ناوړو پيښو سره مخامخيدل لکه تیری، ويره، الکهول، په درملو او يا مخدره موادو روږديوالی همدا راز سختې ناروغۍ لکه فلج کيدل، سرطان او د تيرويد هارمونو ناسم کار په ژور خفگان د اخته کيدو عوامل دي.

کله ډير دردونکي پيښې لکه د کورنۍ د يوه ډېر نژدې غړي مړينه او يا جلا کيدل، دومداره روحي فشار او يوازيتوب انسان د خفگان ژورې کندې ته اچوي.

بيوکيمياوي تغیرات هم ښايي د ژرو خفگان لامل شي. کله کله په بدن کې د ځینو مهمو موادو کمښت يا هارموني بدلونونه هم مهم نقش لوبولی شي.

Symbolbild Depression und Suizid
په ژور خفگان اخته کسان تل د مرگ په اړه فکر کويانځور: picture alliance/Dries Luyten

په دې مرض د اخته کيدو خطر څومره زيات دی؟

د څيړنو په حواله هره څلورمه ښځه او هر اتم نارينه د خپل ژوند په اوږدو کې د ژور خفگان څخه اغیزمنيږي. ښځې په دې مرض د نارينه وو په مقابل کې دوه چنده زياتې اخته کيږي. کابو لس او پنځلس سلنه ښځي تر ماشوم زيږولو وروسته په يو ډول خفگان اخته کيږي.

آيا ژور خفگان میراثي دی؟

ژور خفگان ارثي هم کيدلی شي. هغه څوک چې مور و پلار او يا خوېندو ورونو یې ژور خفگان لرلی وي، په دې مرض د اخته کيدو خطر یې درې چند لوړ وي.

ژور خفگان څرنگه تداوي کيږي؟

ژور خفگان زياتره د درملو او يا رواني روغتيا پالنې له لارې د مثال په توگه د سلوک او يا رفتار د درملنې له لارې ډير ښه تداوي کيږي. په ځينو قضيو کې د روغتيا پالنې نور ميتودونه گټور ثابتيږي. تر يوې عاجلې تداوۍ وروسته علاج بايد ادامه پيدا کړي، څو په دې ناروغۍ د بيا اخته کيدو خطر کم کړل شي.

Deutschland Symbolbild Gewalt an Schulen
ماشومان هم په ژور خفګان اخته کيدلی شي. انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

ډېر انسان داسې دي چي تر درملنې څو اوونۍ او يا مياشتي وروسته بيرته عینې علايم ولري.

خپلوان او همکاران بايد څه وکړي؟

د کورنۍ غړي او د کاري چاپيريال ملگري باید له ناروغ سره په دې هلکه خبرې وکړي او د مسلکي مرستې ترلاسه کولو يعني تداوۍ ته دې وهڅوي. زیاتره وخت دا ډېر گټور وي چې د کورنۍ يو غړی له ډاکتر سره وخت واخلي او ناروغ تر کلينکه بدرگه کړي.

آیا ماشومان هم په ژور خفگان اخته کيدلی شي؟

هو! په آلمان کې ترسره شوې دې څيړنې ښوولې ده چې هر پنځم ماشوم او تنکی ځوان د روحي غير اطمنانۍ يا اختلالاتو نخښې لري. خو په ماشومانو کې یې تشخيص ډېر ستونزمن دی، ځکه زياتره وخت ماشومان پر نورو سربيره د رفتار ستونزې لکه قهر او غوسه او پيش رفتارۍ هم لري او دا دوه حالتونو سره مخلوطيږي. په آلمان کې په ۲۰۱۶ م کال کې ۱۵۴۴۶ماشومان او تنکي ځوانانو د ژور خفگان له وجې په روغتونو کې بستر شوي ول.

زموږ له آرشيف څخه: