1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ډېر بهرنيان د آلماني ژبي په آزموينه کي ناکامه کيږي»

۱۳۹۸ اردیبهشت ۵, پنجشنبه

د رسنيو په حواله زياتره هغه خارجيان چي غواړي په آلمان کي خپل د ژوند له ملګري سره يو ځای سي، د آلماني ژبي په آزموينه کي پاته راځي. کيڼ اړخي بيا له بهرنيانو څخه د جرمني حکومت دا ډول غوښتنه له حقيقته ليري بولي.

https://p.dw.com/p/3HQFO
Deutschunterricht für Immigranten
انځور: picture-alliance/Markus Scholz

تيرکال څه د پاسه ۱۶ زره هغه واده سوي خارجيان چي غوښتل يي آلمان ته راسي، د ژبي په کورسونو کي پاته راغلي دي. دغه رپوټ د فونکه په نامه ورځپاڼي، د جرمني په پارلمان کي د کيڼ ارخو د يوې پوښتني په جواب کي ورکړی دی.

د نوموړي رپوټ له مخي ۴۸۱۳۰ کسانو د آلماني ژبي په ابتدايي کورس کي برخه اخيستې وه چي شاوخوا ۱۶۲۰۰ کسانو يا په بل عبارت يو پر دريمه برخه يي پکښي ناکامه سول. د آلماني ژبي په آزموينه کي کاميابي، په آلمان کي له خپلو فاميلونو سره د يو ځای کيدو يو شرط ګڼل کيږي.

د جرمني د حکومت په حواله په آزموينو کي د خارجيانو د ونډي اخيستني شمير کال په کال ډيريږي. په ۲۰۱۶م کال کي لا ۳۷۸۴۰ کسانو د آلماني ژبي کورس په برياليتوب تمام کړ، په ۲۰۱۷م کال کي څه د پاسه ۴۲ زرو، په ۲۰۱۸م کال کي ۴۸۱۳۰ کسانو. خو د ناکاميدو سطحه چي يو پر دريمه برخه ده، لکه څرنګه چي د فونکه ورځپاڼه ليکي همداسي ثابته پاته ده.

په خاص ډول له ترکيې، روسيې، مقدونيا او کوسوو او همدارنګه تايلند، ويتنام او عراق څخه هغه کسان چي غواړي په آلمان کي له خپلو کورنيو سره يو ځای سي د ژبي په آزموينه کي بريالي سوي دي.

تر ټولو د مخه په عراق کي د آلماني ژبي په کورسونو کي د ناکامۍ سطحه لوړه ده. د جرمني د حکومت په حواله، له ۱۶۲۶ کسانو څخه ۷۲۲ يي بريالي سوي او څه د پاسه نيمايي يې چي ۹۰۴ تنه دي، ناکامه سوي دي.

فورمو ته آمادګي

د مهاجرو او کډوالو په چارو کي د آلمان فدرالي ادارې «BAMF » ته د ژبي کورس پای ته رسول په دې معني دی چي دغه بهرنيان وکولاي سي په خپل ورځني ژوند کي په ساده جملو باندي پوه وي، د مثال په ډول ځان معرفي کړي، سودا واخلي او يا هم د کوم آدرس پوښتنه وکولاي سي. همدارنګه وکولاي سي د چارواکو له پاره فورمې هم ډکي کړي.

خو هغه کسان چي د امريکا متحده ايالاتو، اسرائيلو او اروپايي ټولني له هيوادونو څخه آلمان ته راځي، کارپوهان يا خود کفا وي او يا هم شخصي کارونه کوي. هغوی مجبوره نه دي چي د آلماني ژبي امتحان ورکړي.

خو د آلمان په پارلمان کي کيڼ اړخي بيا له خارجيانو څخه د جرمني د حکومت دا ډول غوښتنه د عملي کيدو وړ نه بولي. د کيڼ اړخو استازې ګيوکاي اکبولوت د فونکه ورځپاڼي ته ويلي «د ژبي آزموينه ددې سبب کيږي چي دغه خارجيان د نورو لا ډيرو کلونو له پاره د خپل ژوند له ملګري څخه بېل ژوند وکړي. په آلمان کي د ژبي زده کول ډيره ساده او ارزانه وي، او دغه کسان به تر لږ فشار لاندي وي.»

خو د جرمني په حکومت کي د بهرنيانو د مدغم کيدو د چارو مسئوله، انيته ويدمن ماوڅ بيا، په ۲۰۰۷م کال کي د نوموړي قانون د رامنځته کيدو ملاتړ کوي او وايي چي دا مهمه ده چي خارجيان آلمان ته تر راتګ مخکي لا يو څه په آلماني ژبه پوه وي.

G.P/N.Z (afp, kna)