ډیرې ښځي او نجوني د غذايي اختلال سره مخامخ دي
۱۳۹۸ آبان ۲۷, دوشنبهد آلمان د »کې کې ايچ« صحي بيمې د ارقامو پراساس چي نن دوشنبه (د نومبر میاشتي ۱۸ نیټه) خپاره سوي دي، د دغو کسانو په شمیر کي د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۸ م کلونو تر منځ د ۱۲ کلنۍ څخه تر ۱۷ کلنیو پوري تقریباً ۲۲ فیصده او د ۱۸ کلنۍ څخه تر ۲۴ کلنۍ پوري تقریباً ۱۱ فیصده زیاتوالی راغلی دی. د دې شميرو په حواله په دې منځ کي د هرو زرو څخه د ۱۷ هغو نجونو غذايي اختلال تشخيص سوی چې عمرونه یې د ۱۲ او ۱۷ کالونو ترمنځ دي. همدا راز د ۱۸ کلنۍ څخه تر ۲۹ کلنۍ پوري بیا حتی هره شلمه ښځه غذايي اختلال لري.
د جرمني د مرکزي احصایې په حواله یوازي په ۲۰۱۷ کال کي له دې کبله ۷۰ تنې مړې سوي دي. ویل کیږي چي دا تر یو کال دمخه یو پر دریمه زیات ول. د همدې صحي بیمې څخه روانشناسې فرانڅیسکا کلېم ویلي دي چي «ددغه غذايي اختلال تر شا ژور رواني او روحاني مشکلات پراته دي.» په خبره یې د رواني سختو ضربو لکه سؤ استفادې تر څنگ نور عوامل، لکه فامیلي شخړي، په کار کي د لا ډیري توانايي ښکاره کولو فشار او یا د همکارانو له خوا ازار او زورونه هم شامل دي.
په اجتماعي شبکو کي مشهوره کسان او ستوري هم په مخ پر ډیریدونکي ډول سره ډیر مهم رول بازي کوي. د هغوی د ډنگر بدن او فیگور سره ځان یو شی کول او په اصطلاح ایډیال اندام درلودل ډیر خطرناکه حالت ته رسیدلی دی، چي د کلېم په خبره دا هم کیدلای سي «د هغوی غذايي اختلال ته لمن ووهي.»