ډیر شمیر سوریایي مهاجر په آلمان کې ټولنیزې مرستې ترلاسه کوي
۱۳۹۸ شهریور ۳۱, یکشنبهد آلمان د کار آژانس د وروستیو احسایو له مخې په دې هیواد کې ۷۴،۹ سلنه سوریایان د حکومت له اجتماعي مرستو څخه ژوند کوي. د روان کال په جون میاشت کې د سوریایي اتباعو د بی روزګارۍ کچه له ۴۴،۲ سلنه سره لږ څه کمه شوې ده. یو کال مخکې دغه سنله ۴۹،۶ وه.
هغه کسان چې د ادغام په کورسونو او یا هم د مسلکي زده کړو په کورسونو کې دي بی روزګاره نه شمیرل کیږي، بلکې دا ډول کسان د لږ یا نیمه کار درلودونکو کسانو په کتار کې راځي.
سربیره پر دې هغه ډله کسان هم د آلمان حکومت له ټولنیزو مرستو څخه برخمن کیږي چې لږ عاید ولري او یا په بل عبارت ګټه یي تر هغې کچې کمه وي چي په اصطلاح وکولی شي د ژوند له لومړنیو اسانتیاو څخه برخمن شي.
آلمان ته تر رسیدو وروسته په لومړیو وختونو کې دغه پناه غوښتونکي د «د پناه غوښتونکو د مصارفو قانون» له مخې له حکومت څخه مالي مرسته ترلاسه کوي.
له همدې امله د سوریایي اتباعو دوسیي د هغو هیوادونو د پناه غوښتونکو په پرتله ژر اروزل کیږي او په بیړه د ټولنیز امنیت اساسي سیستم ته داخلیږي چې په آلمان کې د پناه هندګۍ د ترلاسه کولو لږ امکانات لري.
د آلمان د کار وزارت په حواله د روان ۲۰۱۹م کال په می میاشت کې ۴۳ سلنه هغو افغانانو چې د کار کولو عمرونه لري د آلمان حکومت اجتماعي مرستې ترلاسه کړي دي.
همدارنګه د روان کال په جون میاشت کې په افغانانو کې د بی روزګارۍ کچه ۲۶ سلنه وه. په دې ترتیب نو په جون میاشت کې د بی روزګارۍ نرخ د آلمانیانو په منځ کې ۴،۷ سلنه او د بهرنیانو تر منځ ۱۲،۲ سلنه وه.
په هغه جدول کې چې د آلمان د کار آژانس له خوا د دغه هیواد په پارلمان کې د مهاجرو مخالف د آلمان له پاره بديل ګوند استازي رینه شپرینګه، ته وړاندې شوی دی ښيي چې د ټولو هغو کسانو ۶۳،۶ سلنه آلماني اتباع دي چې دغه اجتماعي مرستې ترلاسه کوي.
سوریایان بیا د دې مرستو ۱۰،۵ سلنه ترلاسه کوونکي تشکیلوي. تر هغه وروسته ۴،۲ سلنه ترکان، ۲،۲ عراقیان او ۲،۲ سلنه افغانان هم د دغو مرستو د ترلاسه کوونکو په سلنه کې شامل دي.
(dpa) sn/mj