1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«چین په ۲۰۱۹ کال کې ترټولو ډیر خبریالان بندیان کړي»

۱۳۹۸ آذر ۲۲, جمعه

د یوه غیر دولتی سازمان په حواله، چین په روان کال کې د نړۍ په کچه تر ټولو زیات ژورنالستان زندان ته اچولي. له ژورنالیستانو څخه د ملاتړ کمیټې (CPJ) خبر ورکړی چې په دغه هیواد کی لږ تر لږه ۴۸ ژورنالستان بندیان سوي دي.

https://p.dw.com/p/3UkAq
Gefängniswärter in Peking China
انځور: picture-alliance/dpa/D. Azubel

د خبریالانو د ملاتړ کمیټې په خپل په دغه رپوټ کې په ډاګه کړې چې د هغه راهیسي چې ولسمشر شي جینگ پینگ سیاسي  واک اخیستی، په چین کې د بندیگرت پیښې زیاتي سوي دي. په دې ډول دغه هیواد له ترکیې څخه مخکې سوی چې پخوا یې د زنداني شویو خبریالانو د هیوادونو په فهرست کی لومړی مقام درلود.

په نیویارک کی د هغه سازمان په رپوټ کې چې په نړیواله سطحه د ژورنالستانو او رسنیو له آزادۍ څخه ملاتړ کوي راغلی: »د  شینگ یانگ په ایالت کې چیرې چې د مسلمانو اتنیکي ډلو یو میلیون غړي، زندانونو ته ورته په کمپونو کې اچول سوي، په لسونو ژورنالستان نیول سوي. په هغوی کې ځینې داسې کسان هم شامل دي چې پخوا لا د ژورنالیستی فعالیتونو له امله تر څارنی لاندی ول.«   

د رپوټ تر خپریدو وروسته د چین خارجه وزارت څرگنده کړې چې په امریکا متحده یالاتو کې میشت سازمانونه د اعتبار وړ نه دي. د یاد وزارت یوې ویاندې د هغې پوښتنی په ځواب کې چې څومره ژورنالستان په چین کی بندیان دي، وویل چې هغه دغه شمیرې نه سي تأییدولی. هغې زیاته کړې چی چین داسې یو هیواد دی چې پکي قانون حاکم دی او هیڅ څوک له قانون څخه پورته نه دی. نوموړې خبریالانو ته وویل چې »هغوی باید ځان نیکمرغه احساس کړي چې په پیکنگ کې کار کوي، نه په نیویارک کی.«

د شمیرو له مخې ترکیې په روان کال کې ۴۷ تنه ژورنالستان بندیان کړي چې تر چین وروسته دوهم داسې هیواد دی چې ډیر شمیر خبریالان پکې زندانیان دي. دا په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸ کال کې په ترکیه کې د زنداني شویو خبریالانو شمیر ان ۶۸ تنو ته رسیده. سعودي عربستان او مصر بیا هر یوه ۲۶ ژورنالستان، اریتیریا ۱۶، ویتنام ۱۲ او ایران بیا ۱۱ ژورنالستان بندیان کړي دي. په نړیواله سطحه د تیر کال په پرتله د زنداني شویو خبریالانو شمیر کم شوی دی. په تیر میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې ۲۵۵ تنه خبریالان زنداني شوي وو چې دغه شمیر سږکال لږ تر لږه ۲۵۰ تنو ته رسیږي. د رپوټ په حواله په منځني ختیځ کي »استبدادونه، بې ثباتي او مظاهرې« د دې باعث سوي چې ډیری ژورنالستان زندانونو ته واچول سي.