1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د پلاستیکي محصولاتو پر ضد مبارزه اعلان کړه

۱۳۹۸ دی ۳۰, دوشنبه

چین همدا سږ کال په لویو ښارونو کي پلاسټیکي کڅوړي او محصولات یې منع کوي. خو د ۲۰۲۲م کال تر پایه پوری به نوري سیمي هم ورسره شاملي سي. چین ته تر یو کال دمخه پوري د امریکا او اروپا څخه پلاسټیکي کثافات هم صادریدل.

https://p.dw.com/p/3WUMV
China verbietet Plastiktüten in Supermärkten
انځور: picture-alliance/dpa/Mark

چین  د پلاسټیکي محصولاتو سره مبارزه اعلان کړه: د همدې ۲۰۲۰م کال څخه به د دغه هیواد په ټولو لویو ښارونو کي په پراخه پیمانه پلاسټیکي کڅوړي او نور کاریدونکي پلاسټیکي مواد منع سي. دغه خبره په پیکینگ کي د اقلیم ساتني وزارت او د اصلاحاتو او پرمختیايي مسایلو ملي کمیسون (NDRC) اعلان کړه. د اعلان له مخې د چین د ټولو لویو ښارونو په غټو مغازو او عادي دوکانونو کي به نور یو واري استعمالیدونکي پلاسټیکي کڅوړي توزیع نه سي.

خو دا لومړنی گام دی. په پاته نورو سیمو کي به دغه ممانعت د ۲۰۲۲م کال څخه اعتبار ولري. خو هغه مغازې چي تازه محصولات خرڅوي، لکه مثلأ سبزیجات او نورو باندي بیا دغه مقررات تر ۲۰۲۵م کال وروسته تطبیقیږي. د همدې کال تر پایه پوري باید رستورانونه نور د څښلو پلاسټیکي پیپونه هم توزیع نه کړي.

د راتلونکي عیسوي کال څخه به نور پلاسټیکي محصولات هم منع سي. مثلأ د خوړو پلورنځي او یا پیتزا رسونکي به نور د پلاسټیکي موادو د استعمال او پيچلو اجازه ونه لري. د پلان مطابق باید د ۲۰۲۰م کال وروسته به رستورانونه نور پلاسټيکي قاشوق پنجې عرضه نه کړي او د کوچنیو ښارونو رستورانونه به بیا د ۲۰۲۲م کال له پای څخه.

China verbietet Plastiktüten in Supermärkten
انځور: picture-alliance/dpa/Mark

د هوټلونو له پاره محدودیتونه

په هوټلونو کي هم باید د پلاسټیکي موادو استعمال راکم سي: داسي چي د ۲۰۲۲م کال له پای څخه هغه هوټلونو، چي یو یا څو ستوري ولري، خپلو میلمنو ته نور د غاښو برسونه او ږمنځي عرضه نه کړي. هغه باید له اتومات ماشینانو څخه رانیول سي. د هوټل په تشنابونو کي باید مایع صابون یوازي په قوطیو کي عرضه سي. د ۲۰۲۵م کال څخه بیا دغه مقررات پر ټوله چین تطبیقیږي. تر همدغه کال پوري باید په ټولو ښارونو او ناحیو کي د پلاسټیکي محصولاتو استعمال ۳۰ فیصده راکم سي.

د نړۍ په دغه پرنفوسه هیواد کي پلاسټیکي کثافات یا تر مځکي لاندي کیږي او یا اوبو ته ورغورځول کیږي. کلونه کلونه دغه هیواد ته د امريکا متحده ايالاتو او اروپا څخه په لوړه پیمانه پلاسټیکي کثافات ورصادریدل، چي بیا یې د ۲۰۱۸م کال له پیل څخه منع کړل. د ریساکلینگ فابریکو څخه وغوښتل سوه، چي یوازي د دغه هیواد پلاسټیکي کثافات ریساکلینگ کړي.

ملگرو ملتونو یو واري استعمالیدونکي پلاسټیکي محصولات د اقلیم له پاره د نړۍ تر ټولو لوی چیلنج بللی دی. دا هم په داسي حال کي ده چي چین د ریساکلینگ مرکزونه ډیر کړی دي، تر څو هغوی څو واره د استعمال قابلیت ولري.