1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: د انټرپول له مشره د بډې اخیستني تحقیقات کوو

۱۳۹۷ مهر ۱۶, دوشنبه

د انټرپول مشر مینګ هونګ وای، چې چین ته د سفر پر مهال لادرکه شوی وو، د رشوت اخیستنې په تور ترې پلټنې کیږي. په عین وخت کې د مینګ میرمنې ویلي دي چې هغه اندیښنه لري چې د میړه ژوند یې په خطر کې دی.

https://p.dw.com/p/369mU
Interpol Präsident, Meng Hongwei
انځور: Reuters/J.Pachoud

د چین د امنیتي چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اکتوبر اتمه) ویلي دي چې د انټرپول له مشره د رشوت اخیستنې او نورو جرمونو په تړاو پلټنې کوي. د انټرپول یا نړیوالو پولیسو مشر د سپتمبر میاشتې له وروستیو راهیسې دغه هیواد ته د سفر پر مهال لادرکه شوی وو.

د چین د امنیتي چارو وزارت په خپله بیانیه کې ویلي دي چې پر مینګ «د رشوت اخیستنې تور دی» او «د قانون د نقضولو» شک پرې کیږي. زیاته شوې ده چې د مینګ په قضیه کې له قانون څخه د سرغړونې د شک موضوع هم مطرح ده. دی د چین د عامه امنیت د وزارت مرستیال هم وو.

د نړیوالو پولیسو ادارې د یکشنبې په ماښام په سملاسي توګه د مینګ د استعفالیک خبر اعلان کړ. زیاته شوې ده چې د انټرپول مرکز چې د فرانسې په لیون ښار کې دی، یو لیک تر لاسه کړ چې پکښې مینګ په سملاسي توګه د خپلې استعفا غوښتنه کړې وه. دغې ادارې د سویلي کوریا وګړی کیم جونګ یانګ، چې د انټرپول مرستیال مشر وو، د سرپرست مشر په توګه ټاکلی دی.

د انټرپول مشر چین ته د خپل سفر په ترڅ کې له دوو اوونیو راهیسې لادرکه وو. د مینګ میرمنې د سپتمبر میاشتې پر ۲۵مه نیټه له خپل میړه سره د اړیکې تر قطع کیدو وروسته د لیون په څارنوالۍ کې د هغه د لادرکه کیدو رپوټ ورکړی وو. زیاته شوې ده چې پوليس اوس د مینګ میرمن ساتي، ځکه چې ګواښونه ورته شوي دي.

د شنبې په ورځ انټرپول له چین څخه د مینګ د لادرکه کیدو په هکله سپیناوی غوښتی وو. د چین د اختلاس ضد ادارې د یکشنبې په ورځ ددغه معما په هکله لومړنۍ څرګندونې وکړي.

د جګپوړي چارواکو ورکیدل

په تیرو کلونو کې هم داسې قضیې پيښي شوي دي چې په ترڅ کې یې چینایي چارواکي بې له کوم سپیناوي څخه لادرکه شوي دي. په ځینو مواردو کې حکومت څو اوونې او آن څو میاشتې وروسته ویلي دي چې ددغو کسانو په اړه څیړنې کیږي، چې زیاتره مهال دغه څیړنې د فساد په شک وي. د چین د ولسمشر شي جین پینګ په مشرتوب جګپوړو چارواکو د فساد پرضد مبارزه اعلان کړې ده.

Grace Meng, Frau von Interpol-Präsident Meng Hongwei
ګرېس مینګ، خبریالانو ته ویلي دي چې انځور یي و نه ښوول شيانځور: Getty Images/J.Pachoud

په تیرو کلونو کې د چین د کمونست ګوند، حکومت او پوځ غړي او همداشان د دولتي شرکتونو کار کوونکي د فساد ضد مبارزې په ترڅ کې محکوم شوي دي.

د مینګ د میرمن اندیښنې

تر دې دمخه د مینګ میرمن په لیون ښار کې خبریالانو ته ويلي ول چې هغه اندیښنه لري چې د میړه ژوند یې په خطر کې دی.

میرمن ګرېس مینګ خبریالانو ته ویلي دي چې د خپل خاوند د لادرکه کیدو تر مخه یې په لنډ تلیفوني پيغام کې د چاقو انځور تر لاسه کړی دی. هغه په دې آند ده چې د چاقو انځور په دې معنی دی چې مینګ له کوم خطر سره مخامخ دی.

ګرېس مینګ وايی چی وروستي ځل يې له خپل میړه سره د سپتمبر پر ۲۵مه اړیکه نیولې وو. هغه زیاتوي چې مېړه یې څلور دقیقې وروستې دې ته چاقو په پیغام کې راوستاوه چې ورته یي په پیغام کې لیکلي وو چې «زما د تلیفون انتظار وکړه.»

خو هغه زیاتوي چې مینګ ورته هیڅ زنګ ونه واهه او په دې نه پوهیږي چې په هغه څه شوي دي. ګرېس مینګ له خبریالانو وغوښتل چې په انځورونو کې مخ و نه ښيي، ځکه چې د خپل ځان او دوو ماوشومانو د خوندیتوب په هکله اندیښمنه ده.