1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« چین او جاپان یوبل ته اړ دي»

۱۳۹۷ آبان ۱۱, جمعه

سیال قدرتونه جاپان او چین د امریکا سره د تجارتي جنگ په سبب یو له بل سره نژدې کیږي. په همدې منظور د جاپان صدراعظم څو ورځي دمخه پیکینگ ته سفر کړی ؤ. جاپان هیله لري د وريښمولاري په جوړولو کي هم یو لوی فرمایش تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/37a1m
Japan Tokio Abflug Shinzo Abe nach China
انځور: picture-alliance/Jiji Press/K. Sumiyoshi

یوه اوونۍ دمخه پیکینگ ته د جاپان  د صدراعظم شین څو آبي تر سفر وروسته، دویچه ویلي د برلین د علم او سیاست د آسیا د تحقیقاتي مرکز آمر، هانس گوینتر هیلپیرت څخه په دې هکله وپوښتل، چي ایا د چین او جاپان دغه  تجارتي –سیاسي نژدېکي به د نړۍ په اقتصاد کي یو نوئ تحرک رامنځته کړي او آیا په دې وسیله سره به  د اسیا ددغو دواړو لویو اقتصادي قدرتونو ترمنځ ډیپلوماتیک ساړه وختونه پای ته ورسیږي، وویل،چي

-د جاپان او چین ترمنځ ډیر خارجي-امنیتي اوسیاسي اختلافات موجود دي.د مثال په ډول د زینکاکو او یا ډیا اوی پرجزیرو باندي ارضي دعوې، کوم چي دواړه خواوي یې د ځان بولی. ددواړو هیوادونو ترمنځ ددوهم عمومي جنگ او په شلم  قرن کي دجاپان او چین تر منځ جنگ په هکله لاینحله تاریخي مسایل هم موجود دي. خو دواړو هیوادونه دې ته هم متوجه سوي دي،چي د چین او جاپان تر منځ اقتصادي نه همکاري اوعدم  ادغام ، خصوصأ د چین او امريکا متحده ايالاتو او تر یوه حده پوري د جاپان او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ تجارتي-سیاسي بحران ته په کتو سره ددواړو خواوو په گټه نه دی. سږکال دواړه هیوادونه په اطمینان سره نژدې سوي دي.

Infografik Freihandelsabkommen Pazifik DEU

د دویچه ویلي ددې پوښتني په جواب کي، چي په کومو برخو کي اقتصادي پوتنسیال موجود دی، هیلپیرت وویل،

-چین ددې سره علاقه مندي لري، چي جاپان یې په هیواد کي بیرته مستقیمي سرمایه گذارۍ وکړي. په تیرو کلونو کي هغه راکمي سوې وې.

جاپان بیا ددې سره علاقه مندي لري، چي چین یې ورته د مالونو صادراتي بازار پاته سي او هیله مندي لري، چي شاید ورته د وريښمولاري په جوړولو کي یو لوی فرمایش هم ورکړي. جاپان تر اوسه پوري د چين په دغه پروژه کي نه دی شامل.

د بلي خوا د چین په رهبرۍ په اوس وخت کي د اسیا پاسفیک په ساحه کي د ازاد تجارت د یوه زون د رامنځته کیدو کوښښ کیږي، چي د Regional Comprehensive Economic Partnership (RCEP) په نامه یادیږي. په هغه پوري به د آسین- ASEAN هیوادو ترڅنگ صنعتي هیوادونه ، لکه اسټرلیا، جنوبي کوریا او جاپان هم مربوط سي.

د دویچه ویلي ددې پوښتنی په جواب کي چي ایا په دې برخه کی یووالی به واشنگټن ته یو ښکاره تجارتي-سیاسي زیگنال نه وي، هیلپیرت  وویل،

-داچي RCEP به جوړ سي، دا لا معلومه نه ده، خو په هر صورت یې چانس لوړ سوی دی. دا هم پداسي حال کي ده، چي چین او جاپان د هغه څخه مختلف طرز تفکر لري. که فرضأ  دواړه هیوادونه سره نژدې سي، نو ددغه ډول یو اتحاد د جوړولو چانس هم لوړيږي.

Russland Eastern Economic Forum Shinzo Abe und Xi Jinping
انځور: Getty Images/AFP/Jiji Press

د دویچه ویلي ددې پوښتني په جواب ، چي که دغه ډول یو تړون رامنځته سي، کوم چي د نړی نیمايي نفوس او دریمه برخه جهاني اقتصاد تشکیلوي، نو ایا د امريکا متحده ايالات به یوه اړخ ته پاته نه سي؟ وویل،

-زه گومان نه کوم، ځکه داسي نه معلومیږي، چي جاپان  به پر هغه باندي کامیابه سي. په دې دلیل ،چي د آسین- ASEAN هیوادو په اتحادیه کي لږترلږه هندوستان ، اندونیزیا، کمپوچیا، لاؤس او یا برما نه غواړي خپل گمرکونه د نورو پرمخ آزاد پریږدي. ځکه نو پردغه تړون باندي باید د آسین- ASEAN اتحادیې سره په گډه تصمیم ونیول سي. خو په دې سره به هم د امريکا متحده ايالات د اسیا پاسفیک له ساحې څخه ونه شړل سي. یوازنئ تړون چي امریکا شاته کولای سي، هغه د ازاد تجارت تړون- TPP دی، چي تر اوسه لا امضأ سوی نه دی.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 26.07.2018)