1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«چکي دونالد ترمپ» پارلماني ټاکنې وګټلې

۱۳۹۶ مهر ۳۰, یکشنبه

له پولنډ او هنګري وروسته اوس عوام پال په چک کې هم بريالي شوي دي چې دغه کار اندېښنې راپارولي دي. د ميلياډر بابش تر بريا وروسته اوس دا پوښتنه مطرح ده چې د اروپا په زړه کې پروت دغه هېواد اوس کوم لوري ته درومي؟

https://p.dw.com/p/2mJFZ
Tschechien Wahl Andrej Babis, ANO Partei
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. D. Josek

ميليارډر اندرې بابش په چک جمهوريت کې پارلماني انتخابات له نورو سيالانو څخه په څرګند اکثريت سره ګټلي دي. دغه عوام پال سياستوال د خپل «انو» يعنې «هو» نومي احتجاجي غورځنګ سره ۲۹،۶ سلنه رايې تر لاسه کړې دي.

څلور کاله پخوا دغه ګوند په ۱۸،۷ سلنه رايو سره يوازې دويم ستر سياسي ځواک ګرځېدلی وو. د ماليې پخوانی وزير، اندرې بابش غواړي چې «دولت د يوه شرکت په څېر وچلوي» چې له دې کبله دی په رسنيو کې «چکي دونالد ترمپ» بلل کيږي. په انتخاباتو کې د خلکو ونډه ۶۰،۸ فيصده وه چې د ۲۰۱۳ کال له کچې سره برابره ده. دغه معلومات د لومړنيو پايلو له مخې تر لاسه شوي دي چې د چک د احصايو اداره يې خپروي.

بابش د مېرکل د کډوالو سياست ردوي

بابش د خپلو څرګندونو په حواله هيله لري چې په حکومت کې به دی ژر شريک شي. دغه ۶۳ کلن سياستوال په پراګ کې د خپلو پلويانو مخکې وويل چې د ټولو ګوندونو مشرانو ته يې د موبايل د لارې لنډ پيغامونه لېږلي دي. نوموړي دويم شتمن چکي تبعه خپلو مخالفينو او هم رسنيو ته پيغور ورکړ چې ګويا «د غلطو معلوماتو کمپاين» يې شروع کړی دی. بابش د چک په تلويزيون کې دا هم وويل چې «موږ دموکراسۍ ته هيڅ ګواښ نه پېښوو.»

د انتخاباتي مبارزې په وخت کې سلواک الاصله بابش د اروپا د منتقد او د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل د کډوالو د سياست د کلک انتقاد کوونکي په توګه ځان مطرح کړی وو.

د چک په پارلماني انتخاباتو کې دويم لوی سياسي ځواک محافظه کار مدني دموکرات ګوند «او دي اس» ګرځېدلی دی چې ۱۱،۳ سلنه رايې اخيستې دي. د دغه ګوند مشر، پېتر فيالا له بابش سره د ائيتلاف جوړول رد کړي دي. د «او دي اس» ګوند مشر وويل: «موږ به د ارزښتونو په سر مبارزه وکړو، د چک د بهرني سياست د لوري په سر به مبارزه وکړو او د هر هغه څه له پاره به مبارزه وکړو چې تر اوسه دلته عادي ګڼل کېدل.»

د ښه اقتصاد سربېره هم ډېرې ستونزې

د چک سوسيال دموکرات ګوند «سي اس اس دي» چې تر اوسه صدراعظم هم د هغوی له ليکو څخه وو، ډېر څه له لاسه ورکړل. هغوی په ۲۰۱۳ کال کې ۲۰،۵ سلنه رايې خپلې کړې وې چې دا ځل يې يوازې ۷،۳ سلنه رايې وګټلې. دغه ګوند له ډېر ښه اقتصاد او د بې کارۍ له ټيټې کچې څخه هم ګټه پورته نه کړه. شنونکي له دې کبله له يوې «سياسي زلزلې» او «هاريکېن توفان» څخه خبرې کوي. ډېرې رايې بيا هغه ګوند تر لاسه کړې چې د «اس پي دي» مخفف لري او شعار يې آزادي او مستقيمه دموکراسي ده. دغه ګوند ۱۰،۶ سلنه رايې تر لاسه کړې دي چې د ګوند مشر، توميو اوکامورا، يې وويل چې غواړي «د چک د اسلامي کېدلو بهير ودروي.»

د چک د انتخاباتو اصلي ګټونکی، اندرې بابش، د ډېرو شرکتونو څښتن دی چې مهمې ورځپاڼې او د هېواد تر ټولو محبوبه خصوصي راډيو هم په ده پورې اړه لري. منتقدين دی له دې کبله د ايټاليې له سيلويو برلوسکوني سره مقايسه کوي. هغوی خبرداری ورکوي چې دی به اوس په بې ساري ډول مطبوعاتي، سياسي او اقتصادي قدرت په لاس کې ولري.