1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چيچين او تاتار مسلمانان په اوکراين کې د روسيې پرضد جنګيږي

۱۴۰۱ فروردین ۵, جمعه

د چيچينيا جنګسالار او د پوتین متحد رمضان قديروف په اوکراين کې د روسیې په جګړه کې د خپلو عسکر پر ونډه وياړي. خو ډېر چيچين او تاتار مسلمانان د اوکراين دفاع کوي څو د خپلو هيوادونو له مشرانو سره حساب برابر کړي.

https://p.dw.com/p/492dp
Eid al-Adha in Ukraine
انځور: Serg Glovny/ZUMA/picture alliance

د اوکراين په پلوۍ جنګيدونکو دې عسکرو شمیر معلوم نه دی، خو د کورني حاکميت د عملي کولو له پاره د هغوی بې له زړه سوي او بې رحمه جنګيدل ډېر شهرت لري. د هغوی شتون په ۱۹۹۰مه لسیزه کې او د ۲۰۰۰مې لسیزې په پېل کې د چيچينيانو له خوا په ښارونو کې د وحشتناکو نښتو او چريکي جګړو يادونه تازه کوي.

د چيچينيا جمهوريت مشر رمضان قديروف چې د پوتین د تر ټولو وفادار متحد په توګه شهرت لري، د تليګرام له لارې اعلان وکړ چې د هغه کسان به په اوکراين کې د «تودو جګړو په سيمو» کې وجنګيږي.

خو ځينو پوځي شنونکو په دې اړه شک څرګند کړی دی چې آیا پر ټولنیزو رسنیو به د هغه لافې يا ځان ستاينه د جګړې په ډګر د هغه د ځواکونو په وړتياو کې هم منعکسه شي او که څنګه.

خو د جبهې بل لوري ته يوه بله ډله چيچينيان هم په جګړه کې ور شامل شوي دي. دوی د اوکراین پلوي کوي او له اوکرايني عسکرو سره اوږه پر اوږه د روسیې د یرغل پر ضد جنګیږي.

په تبعيد کې د چيچينيانو يوه مشر آدم عثمایف په ټولیزو رسنیو کې د يوې ويديو په خپرولو سره د قدیروف عسکرو ته په اشارې سره ويلي: «ګرانو اوکراینيانو، لطفاً دغو کسانو ته د چيچينيانو په سترګه مه ګورئ. هغوی غداران دي... د روسیې ګوډاګيان دي.»

نوموړي په داسې حال کې چې وسله په لاس د دريو نورو مخ پټو وسله والو سره ولاړ دی، زياته کړې: «اصيل چيچينيان ستاسې ترڅنګ ولاړ دي، ستاسې له وينې سره وينه بهوي، لکه په تېرو اتوو کلونو کې چې یې بهولې ده.»

عثمايف د جوهر دودايف کنډک مشر دی چې د يوه ياغي چيچين مشر په نوم نومول شوی دی. دا ډله د چيچينيا له دوو رضاکارو ډلو څخه يوه ده چې په اوکراين کې له ۲۰۱۴م کال راهيسې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو پر ضد جګړه کوي.

بله ډله د شيخ منصور کنډک په نوم مشهوره ده او د مسلم چيبرلووسکي په نوم قوماندان یې مشري کوي.

د چيچيني جنګيدونکو هويت او دقيقه شمیره معلومه نه ده. خو ګومان کيږي چې زياتره يې هغه کسان دي چې يا خو په ۲۰۰۳م کې کال د جګړې تر پای وروسته له چيچينيا څخه وتلي ول او يا هغه چې په دې تيرو څو کلونو کې د قديروف له مستبدې واکمنۍ څخه تښتېدلي دي.

په ۲۰۱۳م ال کې د اوکراين حکومت چې هغه وخت د مسکو يو متحد وو، عثمايف د پوتین د وژلو د توطیې په تور بندي کړ، خو نوموړي دا تورونه په کلکه ردول. هغه تېر کال تر آزاديدو وروسته د دونباس سیمې ته ولاړ څو د روسي پلوه ياغيانو پر ضد وجنګيږي.

Truppen in Grozny Russland
ډیري فکر کوي چې روسیې خپل پلوي چيچنيان اوکراين ته د جګړې له پاره استولي ديانځور: Yelena Afonina/TASS/picture alliance/dpa

د روسيې او لوېديځ رسنیو د شيخ منصور د ډلې او داعش يا «اسلامي دولت» ترمنځ د احتمالي اړيکو په اړه رپوټونه خپاره کړي ول.

کله چې د پوتين ځواکونو د کيف پر لور مارش پېل کړی، نو د دواړو کنډکونو مشرانو له خپلو په زرونو جنګيالو سره اعلان وکړ چې دوی به د خپل «ګډ دښمن» پر وړاندې د اوکراين دفاع ته ادمه ورکړي.

اوږد او له تاوتريخوالي ډک تاريخ

چيچينيا چې اوس د روسیې يو جمهوريت دی، اکثريت وګړي یې مسلمانان دي او له مسکو سره يو پيچلې او داسې تاريخ لري چې اکثره برخې یې له تاوتريخوالي ډکې دي.

د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته روسیې دوې خونړۍ جګړې وکړې، څو د چيچينيا د آزادۍ مخه ونيسي. لومړۍ شخړه په ۱۹۹۴م کال کې هغه مهال رامنځته شوه چې روسیې چيچينيا ته د جلا کيدو د هڅې د ځپلو له پاره عسکر واستول. دوه کاله وروسته جګړه هغه وخت ودرېده چې د ۱۹۹۶م کال په اګست کې د سولې يو تړون لاسليک شو.

خو په ۱۹۹۹م کال کې روسي عسکر هغه وخت بيرته چيچينيا ته ستانه شول چې د روسیې پر خاوره د چيچيني جنګسالارانو له خوا تنظېم شويو خونړيو بریدونو زرو واخیست. دغي جګړې بيا لس کاله دوام وکړ او د ګروزني په محاصرې سره چې په لسونو زره ملکيانو ته پکې تلفات واوښتل، خپل اوج ته ورسيدله.

د دې جګړې په لومړيو دوو کلونو کې پوتین واک ته ورسېد. د جګړې فعال پړاو د ۲۰۰۰م کال په اپريل کې پای ته ورسېد. دوې مياشتې وروسته پوتين احمد قديروف د چيچينيا جمهوريت د مشر په توګه وټاکه چې نوموړی تر دوې کلنې واکمنۍ وورسته په ۲۰۰۴م کال کې د اسلامپالو ياغیانو له خوا ووژل شو.

د هغه زوی رمضان قديروف په ۲۰۰۷م کال کې د چيچينيا مشر شو او تر نن ورځې په واک کې دی. د قدیروف په واکمنۍ کې له بشري حقونو څخه سخته سرغړونه شوې ده او فعالان، ژورناليستان او منقتدين سخت ځپل شوي دي.

د لاتويا د وېتاوتاس ماګنوس پوهنتون څخه څېړونکو مرات الياسوف له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «که داسې ووایم نو غلطه به نه وي چې د بهر ميشتو چيچينيانو اکثريت خپل ټاټوبی د قديروف تر واکمنيدو وروسته او نه د جګړې پر مهال پريښی دی.»

Adam Osmayev
عثمايف د جوهر دودايف کنډک مشر دی چې د پوټين د وژلو تور ورباندې لګول شوی ووانځور: Olya Engalycheva/picture alliance/AP Photo

ډېر بهر میشتي چيچينيان په دې آند دي چې پوتين له اوکراين سره هماغه چلن کوي چې له دوی سره یې کړی وو. د بولوګنا پوهنتون د سياست استاد البرت بينين اخويلي دويچه ويله ته وويل چې پوتين هيله من دی چې د روسیې د واک ساحه د پخواني شوروي اتحاد تر سرحدونو وغځوي خو پرته له دې چې د شوروي د سیسټم د بیرته پلي کولو اراده دې ولري «کوم چې يوازې د روسیې د مستعمرې معنا لري.»

الياسوف وايي: «چيچينيان داسې انګیري چې د اوکراين جګړه د چيچينيا د جګړې دوام دی.»

د کريمیا تاتاران هم د اوکراين پلوي کوي

چيچينيان يوازي هغه مسلمانان نه دي چې د اوکراين په پلوۍ جګړه کوي. دا خبره اسماګيلوف کوي. نوموړی د اوکراین له مسلمانو مشرانو څخه يو دی چې په خټه تاتار دی او په کيف کې د سيمه ایزې دفاع د ځواکونو ترڅنګ په پوځي جامو کې ولاړ دی. په يوه بله ويديو کې هغه د نړۍ پر مسلمانانو غږ کړی دی چې له اوکراين سره د يووالي په موخه ودريږي.

د کريميا د نيمه ټاپو تاتاران چې یو مسلمان توکميز اقليت دی او د کريمیا بومي اوسيدونکي دي، په ۲۰۱۴م کال کې د روسیې له خوا د کريميا د نيمه ټاپو تر الحاق وروسته له ۲۰۱۵م کال راهیسې د روسیې د اشغال پر ضد مقاومت کوي او ځيني یې د اوکراين په پوځ کې هم جګړه کوي.

په يوه ويديو کې چې په اوکراين کې په ټولنیزو رسنيو کې ډېره لاس پر لاس شوه، اېدر رستموف چې د اوکراين له خوا د کريمیا د مسلمانانو د مشر په توګه په رسميت پيژندل شوی، د اوکراين پر مسلمانانو غږ کړی دی چې د خپل هيواد دفاع وکړي.

نوموړي همدا راز د روسیې پر مسلمانان هم غږ کړی دی چې د روسیې اشغال دې وغندي.

د چيچينيا جمهوريت مشر رمضان قديروف چې د اسلام صوفي مسلک ته تمايل لري، هڅه وکړه چې د اوکراين جګړې ته د جهاد نوم ورکړي. هغه د مارچ پر څلورمه نېټه پر خپل تليګرام ليکلي ول: «موږ ته حکم شوی، موږ جهاد لرو.»

خو د قدیروف پر دې څرګندونو نه يوازې  مسلمانو فعالانو او مشرانو نیوکې وکړې، بلکې حتی په سوريه او عراق کې د جهادستانو له خوا هم د سختو انتقادونو سره مخ شو.

ب. ص/ ن. ز (Monir Ghaedi)