1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: کابو ۱۳ زره «ترهگر» مو نيولي

۱۳۹۷ اسفند ۲۷, دوشنبه

چين په شينجيانگ ولایت کې د ايغور مسلمان لږکیو پر وړاندې د سرکوب له لانجمنو اقداماتو څخه دفاع کړې ده او ويلي یې دي چې له ۲۰۱۴م کال راهيسې شا او خوا ۱۳۰۰۰ کسان چې دوی یي «ترهگر» یادوي نيول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3FFn6
China Uiguren feiern muslimischen Feiertag Eid al-Adha
انځور: Getty Images/K. Frayer

په شينجيانگ ولایت کې د حکومتي پالیسۍ له کبله په پيکنگ کې حکومت د نړيوالو له خوا له فشار سره مخامخ دی. د بشري حقونو د ټولنو په حواله په شينجيانگ کې په يو ډول «اجباري توقيف ځايونو» کې تر يو ميليون زيات ايغور مسلمانان ساتل کيږي.

د دوشنبې په ورځ د (۲۰۱۹م کال د مارچ ۱۸ نيټه) د چين دولتي شورا او د چين کابينې يو وار بیا له حکومتي تگلارو څخه په بشپړه توگه دفاع وکړه او ویې ويل: «د ترهگرۍ او افراطيت پر ضد په شينجيانگ کې روانه پالیسي له قانون سره سمه ده.»

د چين د دولتي شورا او کابينې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې زياته شوې چې «شينجيانگ له اوږدې مودې راهيسې د چين برخه ده خو افراطي او ترهگرو اړخونو د دې سيمې د تاريخ په مسخ کولو سره د بيلتون غوښتنې هلو ځلو ته وده ور کړې ده.»

په دې هکله په خپور شوي يوه ستراتيژيک معتبر سند کې ويل شوي: «له ۲۰۱۴ م کال راهيسې په شينجيانگ کې ۱۵۸۸ تندلاري او ترهگریز بانډونه له منځه وړل شوي دي. همدا راز څه نه څه ۱۳ زره تروريستان نيول شوي او ۲۰۵۲ عدده چاوديدونکي توکي حکومتي ځواکونو نيولي دي. تر ۳۰ زرو زيات کسان د تقریباً پنځه زره غیر قانوني مذهبي کړنو په جرم په جزا محکوم شوي دي.»

China - Dabancheng - Umerziehungslager
ملگري ملتونه پر چين تور لگوي چې تر يو ميليون زيات ايغوريان په اجباري کمپونو کې ساتيانځور: Reuters/T. Peter

په دې سند کې زياته شوې چې «د ترهگرۍ پر ضد گامونه او د افراطيت د ختمولو له پاره هلې ځلې په بشپړه توگه قانوني عمل دی.»

خو بل اړخ ته د بشري حقونو سازمانونو د چين د حکومت دا گامونه غندلي دي او ويلي یې دي چې يوازې د «ايغوريانو د ځپلو له پاره سياسي عذر» وړاندې کړل شوی دی. په تبعيد کې د ايغوريانو د نړيوال کانگرس له خوا ويل شوي: «د دې تش په نامه معتبر سند د جاري کولو څخه موخه داده چې حکومت د خپلو افراطي تگلارو او له بشري حقونو څخه سرغړونو له پاره په سيمه کې ملاتړ ترلاسه کړي.»

د فرانسې د خبري آژانس د رپوټونو په حواله اوس په شينجيانگ کې ځای پر ځای د لگول شويو لوحو له لارې دا خبرداری ورکول کيږي چې هيڅوک هم په عامه ځای کې د لمونځ کولو اجازه نه لري. همدا راز هیڅ يو وگړی نه شي کولی چې تر پنځوس کلنۍ مخکې ږيره پريږدي او د دولت مسلمانان کارکوونکي د روژې په مياشت کې د قانون له مخې د روژې نيولو اجازه هم نه لري. 

د فرانسې د خبري آژانس په حواله د چين په شينجيانگ ايالت کې اکثريت مسلمان ايغور اوسيدونکي په اصطلاح تر سخت حکومتي کنترول لاندې په «سر خلاصو زندانونو» کې ژوند کوي. په شينجيانگ ایالت کې ډېر شمير مسلمانانو اوسي چې زياتره یې د ترک نژاد ايغور قوم سره تړاو لري.

زموږ له آرشيف څخه: