1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين هانگ کانگ ته د امريکا د جنگي کښتيو د ورتگ ممانعت کوي

۱۳۹۸ مرداد ۲۳, چهارشنبه

د هانګ کانګ هوایي ډګر بیرته فعاله شوی دی، خو نا کراریو یي بیا چنایي چارواکي اندیښمن کړي دي. دونالد ترمپ د ټویټر په یوه پيغام کې له اعتراض کوونکو سره د مقابلې له پاره د چين د احتمالي مداخلې خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/3Ns2f
USS Lake Erie
انځور: Imago Images/ZumaPress/Mcs2 J. Fulton

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د دغه هیواد د امنیتي سرچينو د اطلاعاتو په حواله چين خپل نظامي واحدونه له هانګ کانګ سره په سرحدي سیمو کې ځای پر ځای کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هانګ کانګ په هوایي ډګر کې وضعیت بیرته عادي حالت ته راګرځیدلې دی. ترمپ د ټویټر د دغه پيغام څخه دمخه له خبریالانو سره په خبرو کې د هانګ کانګ کې د ناکرایو په اړه د غبرګون په ښودلو سره ویلي وو: «زه هیله من یم څوک ټپیان نه شي. هیله من یم څوک ونه وژل شي.»

د آلمان خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ په خپل رپوټ کې د هانګ کانګ په هوایي ډګر کې په تدریجي ډول د وضعیت د آرامه کیدو خبر ورکړی دی.

د چين د نظامي ځواکونو زیاتوالی

یو شمیر امریکایي رسنیو له هانګ کانګ سره په سرحد کې د چين د نظامي ځواکونو د حضور له زیاتیدو څخه خبر ورکړی دی. د چين دولتي تلویزون د دوشنبې په ورځ له هانګ کانګ سره په سرحدي ښار شنژن کې د چین د نظامي واحدونو د مستقر کیدو په هکله د رپوټونو په خپرولو لاس پورې کړ. د چين پوځي چارواکو په شنژن کې د چينایي واحدونو ځای پرځای کیدل د نظامي تمرينونو یوه برخه اعلان کړې وه.

هانګ کاتګ ته د امریکا د جنګي بیړیو ورتګ

اوس ویل کیږي چې د چين پوځ د سه شنبې په ورځ(د اګست میاشتې ۱۳) د هانګ کانګ په بندرونو کې د دوو امریکایي جنګي بیړیو له لنګر اچونې سره مخالفت ښودلې دی. دا خبر د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپور شوی دی. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د دغو دوو کښتیو د لنګر اچونې غوښتنه د چين له مخالفت سره مخامخ شوې ده.

Hongkong Internationaler Flughafen Proteste
د هانګ کانګ مظاهرو چنایي چارواکي اندیښمن کړي دي.انځور: REUTERS

د امریکایي چارواکو په حواله د خپرو شویو اطلاعاتو له مخې ټاکل شوې وه چې دغه دوې کښتې به په راتلونکو اونیو کې د هانګ کانګ په بندرونو کې لنګر واچوي. د یادونې وړ ده چې چين په رسمي ډول په هانګ کانګ کې د نورو هیوادونو مداخله، د خپل هیواد په چارو کې مداخله بللې ده.

د هانګ کانګ د وضعیت په اړه د آلمان اندیښنه

د چين او متحده ایالاتو مناسبات د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزې جګړې تر سیوري لاندې ډیر زیانمن شوي دي. اوس په هانګ کانګ کې وروستۍ ناکراریو د چين او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې لا پسې خړې پړې کړي دي.

د دواړو هیوادونو د ديپلوماتیکو اړیکو د خړ پړیدو یو دلیل هم د هانګ کانګ له اعتراض کونکو سره د یوه امریکایي سیاستوال لیدنه ده. چين دغه لیدنه د خپل هیواد په چارو کې له مداخلې سره مشابه کړې ده.

له بلې خوا د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، هم د هانګ کانګ د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې ده. هایکو ماس ویلي دي: «په هانګ کانګ کې حاکمه وضعه شیبه په شیبه خرابیږي. له همدې امله باید له دواړو اړخونو وغوښتل شي چې له زغم څخه کار واخلي.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس چې د یوه رسمي سفر په ترڅ کې نیویارک ته تللی دی، په عین وخت کې یي د هانګ کانګ د نا آرامیو په اړه د خپل هیواد د بهرني سیاست لومړيتوب ته اشاره کړې ده. هغه ویلی: «مونږ ته مهمه موضوع دا ده چې د دغو پيښو په ترڅ کې د بیان د آزادۍ له حق څخه ساتنه وشي.»

دویچه ویله فارسي/ ش.ن/ن.ز