1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شي جين پينګ له افريقا سره د اړيکو د پراختيا په هڅه کې

۱۳۹۷ تیر ۳۱, یکشنبه

د چين ولسمشر شي جي پينګ افريقا سره د لا نژدې اقتصادي اړيکو د تامين په موخه سينګال ته تللی دی. په سنګال کې د موټرو خاوندان له کلونو راهيسې د چين له اقتصادي فعاليتونو څخه ګټه پورته کوي.

https://p.dw.com/p/31sZt
Senegal Xi Jinping auf Staatsbesuch
انځور: Reuters/M. McAllister

د چين ولسمشر له سينګال څخه د خپل دوه ورځني سفر پر مهال د افريقا او چين سره د لا نژدې اقتصادي روابطو د تامينولو له پاره هڅې کوي. په سينګال کې د موټرو خاوندان له کلونو راهيسې د چين اقتصادي فعاليتونو څخه ګټه پورته کوي.

په سلونو سينګاليانو په ډيرو خوښيو له لرې ختيځ څخه راغلي خپل د يو لوړپوړي ميلمه څخه هر کلی وکړ. له هغو څخه ډيرو داسې ټي شيرتونه اغوستي ول چې د چين د ولسمشر شي جين پينګ او د سينګال د ولسمشر مکی سال انځورونه ورباندې ليدل کیدل. تر دې مخکې د سينګال ولسمشر د خپل چيني سيال ميلمه څخه د پوځي ځانګړو مراسمو په اجرا سره هرکلی کړی وو.

شي له مکي سال سره تر ليدنې وروسته وويل چې هغه تر دې مخکې درې ځله افريقا ته سفرونه لرلي ول، خو د ولسمشر په توګه يې دا لومړی ځل دی چې له افريقا څخه ليدنه کوي.

د چين ولسمشر د چين او افريقا تر منځ د اړيکو د لازيات پرمختګ په اړه په خوشبينۍ سره وويل: «زه له افريقا څخه په خپلې هرې ليدنه کې، د دغې قارې حرکت او د پرمختګ او پراختيا په برخه د انسانانو هيلې وينم.»

د امريکا متحده ايالاتو سره ښکاره توپير

په کومه لوړه کچه سوداګريز روابط چې چين يې له افريقا سره لري، د نړۍ بل هيڅ هيواد يې نه لري. له همدې امله افريقا سره د چين د خلکو جمهوريت ستراتيژيک روابط، له دغې قارې سره د امريکا متحده ايالاتو له روابطو سره ښکاره توپير لري. د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ تر اوسه له افريقا سره ډيره لږ علاقمندي ښکاره کړې ده.

Senegal Xi Jinping auf Staatsbesuch | Tshirts
له شي څخه د سينګاليانو هرکلیانځور: Getty Images/AFP/Seyllou

چين تيرکال په سينګال کې له ۱۰۰ ميليون ډالرو څخه ډيره پانګونه کړې ده. د ډاکار او د دوهم لوی ښار طوبي ترمنځ د سړکونو او د چټکو لويو لارو جوړول، او همدارنګه ډاکار ته نژدې د يو صنعتي پارک جوړول، له هغو لويو پروژو ځينې دي چې د چين له خوا يې ملاتړ شوی دی.

پيسې د ملاتړ په بدل کې

د سينګال ولسمشر مکي سال د شي سره د ليدنې پر مهال وويل: «سينګال په افريقا کې د چين رول د سولې او ثبات په برخه کې د دغه هيواد د نقش په دليل او د هغه د مالي ملاتړ له امله، مثبت ارزوي.»

افريقا په اوس وخت کې د زيربنايي پروژو په برخه کې پرمختک تجربه کوي، کوم چې د چين له خوا عملي او په مناسبو لګښتونو تمويل کيږي. دغه پروژې د چين د ولسشمر شي د «کمربند او لارې» (Belt and Road) په نوم نوښتونو له برخو څخه ده. د شي دغه نوښت ته د «وريښمو نوې لار» هم وايي. په پام کې ده د دغه نوښت په چوکاټ کې له يادو پروژو سره، داسې ترانسپورتې شبکې رامنځ ته شي چې پر مټ يې چين د ځمکې او اوبو له لارې له سويل ختيځې اسيا، منځنۍ آسيا، منځني ختيځ، اروپا او افريقا سره ونښلوي.

Senegal Xi Jinping auf Staatsbesuch
شي جين پينګ او مکي سالانځور: Reuters/M. McAllister

چين د دغو پروژ د تطبيق له پاره په ډير لوړ پرواز ټټر وهلی يعنې غواړي پر دغو پروژو باندې ۱۲۶ ميليارډه امريکايي ولګوي.

د دغه پروګرام پلويان، دا کار د پراختيا په حال کې هيوادونو له پاره د يوې ښې مالي سرچينې په توګه توصيفوي. خو منتقدان يې بيا برخلاف په دې اند دي چې افريقا به د دغو پروژو په تطبيق سره، له چين څخه په ميليارډونو ډالر پوروړې شي. دوی وايي که چيرته افريقا ونشي کړای د چين پورونه ادا کړي، په هغه صورت کې به له استراتيژيک نظره د پروژو ډيره برخه چين پورې وتړل شي. 

 افريقا د راتلونکي يو شريک په توګه

د شي جين پينګ په دغه افريقايي سفر کې تر سينګال وروسته دوهم هيواد روانډا دی. دا به د روانډا په تاريخ کې لومړنی ځل وي چې د چين له يو ولسمشر څخه هرکلی کوي. شي به د دغه سفر په پای کې له سويلې افريقا هيواد څخه چې په اوس وخت کې د اقتصادي اړخه له سختو ستونزو سره مخ دی، ليدنه وکړي. د چين ولسمشر به په دغه هيواد کې د بريکس (BRICS) هيوادونو په کانګرس کې ګډون کوي. د بريکس نور غړي هيوادونه د چين ترڅنګ، برازيل، روسيه، هند او سويلي افريقا دي.

چين غواړي په سپتمبر مياشت کې خپلو لوړو پروازونو ته لا پراختيا ورکړي. دغه هيواد غواړي د چيني- افريقايي همکاريو له پاره يوه غونډه جوړه کړي. په پام کې ده په دغې غونډه کې د ډيرو حکومتونو مشران برخه واخلي.